د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

فېروز: د هېواد ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړېږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي چې سږکال یې هغو ولایتونو ته ډېره پاملرنه کړې، د کومو چې اوسېدونکي یې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

فېروزالدین فېروز د شنبې په ورځ د افغانستان د ۱۸ ولایتونو لپاره د روغتیايي خدمتونو د زیاتولو په هدف ۱۹ بېلابېل تړونونه لاسلیک کړل چې په وینا یې، له‎مخې به یې روغتیايي خدمتونه تر ۸۰ سلنه ډېر شي.

دی وايي چې په دغو پروژو شپږ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال بانک له‎خوا ورکول کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز وویل:

"په دغو ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ روغتیایي مرکزونه جوړېږي او څنګه مې چې ژمنه کړې وه، له ۸۰ فیصدو ډېر خلک به خدمتونو ته لاس‎ رسی ولري او له عملي کوونکو مې هیله دا ده چې خلکو ته په ښه کیفیت خدمتونه ورسوي."

د نویو تړونونو له‎مخې، په لېرې پرتو ۱۸ ولایتونو کې د ۲۰۰ روغتیايي مرکزونو جوړول، د ۱۷۰ روغتیايي مرکزونو د خدمتونو لوړول او په دغو ولایتونو کې د روغتیايي کارکوونکو په امتیازاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي له امله شکایت لري او وايي چې ځیني روغتیايي مرکزونه نه‎لري او په ځنيو نورو کې بیا د خدمتونو وړاندې کولو کچه ډېره تیټه ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له‎مخې، په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو شمېر له ۲۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته رسېدلی او خدمتونه یې هم تر پخوا پراخ شوي دي.

د ولسي جرګې د روغتیايي چارو کمېسیون که څه هم له نويو دغو پروژو هر کلی کوي، خو وايي چې په لوړه کچه فساد د دې سبب کېږي چې دا هدف تر خلکو ونه رسېږي.

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د دغه کمېسیون مشر مجیب‎الرحمان څمکني ازادي راډيو ته وویل، په کار ده چې د پروژو د عملي کولو پر وخت د پروژو له کیفیت څخه سمه څارنه وشي.

ښاغلي څمکني وویل:

"دا ډيرې پیسې دي، که دا پیسې او تړونونه په خپل ځای ولګېږي او پرې څار موجود وي، د روغتیا په برخو کې به د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوي وي، خو که د تېر په څېر دا تړونونه وزیر او مرستیالانو ته ورسېږي او پرې څار نه وي، نو بیا پیسې ورک کېږي چې خلکو ته به یې هېڅ خیر ونه رسېږي."

ښاغلی څمکنی وايي، په عامې روغتیا وزارت کې فساد د دې لامل شوی چې خدمتونه ګران او خلکو ته په سختۍ ورسېږي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې روغتیايي خدمتونه پراخ شوي او په نویو تړونونو سره به لا پراخ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG