د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

نعیم: په ۳۰ زره افغان زندانیانو کې اېډز په چټکۍ سره په خپریدو دی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په زندانونو کې د اېچ، ای، وي یا اېډز د ویروس او د نري رنځ په ناروغۍ د اخته زندانیانو شمېر، په وروستیو کلونو کې زیات شوی او هڅې تېزې شوي چې د کورنیو چارو وزارت په مرسته د دغو وژونکو رنځونو درملنې او وقایې ته په ګډه کار وشي.

په همدې مقصد د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یادو وزارتونو د چارواکو ترمنځ د ګډې همکارۍ یو تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم هیله وښوده چې د هېواد په ټولو زندانونو کې د دغې مرګونې ستونزې د درملنې لپاره ترتیب شوی پلان د کورنیو چارو وزارت په مرسته، په ښه توګه پلی شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرسیتال احمد جان نعیم
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرسیتال احمد جان نعیم

ښاغلي نعیم زیاته کړه:

"څوک چې غواړي اېچ، ای، وي، یې ټېسټ شي، خدمات ورته رسېږي، زندانیانو ته عامه پوهای ورکول کېږي او هغه کسان چې پر مخدرو موادو روږدي دي او د مخدرو موادو ستنې کاروي، د درملنې ستنې به ورکړل شي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو وویل، اوسمهال د هېواد د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې څه کم ۳۰ زره کسان بندیان دي چې د اېچ، ای، وي ستونزه په کې په چټکې سره مخ په خپرېدو ده.

دغو چارواکو وویل، د یوې سروې له مخې په کابل کې د اېچ ،ای، وي یا اېډز پېښې ۰،۵ او په هرات ولایت کې ۰،۸ پېژندل شوي او که په پر وړاندې یې بېړني روغتیایي پروګرامونه پلي نه شي، دغه رنځونه به په ټولنه کې هم خپاره شي.

د دغه وزارت د اېډز د کنټرول د څانګې رئیس نقیب‎الله همدرد وویل، د دغو رنځونو تر څنګ سل یا نری‎رنځ بله ستونزه ده چې پر مخدرو موادو د روږدو کسانو له لارې، زندانیانو او د ټولنې نورو کسانو ته خطر پېښولی شي.

د افغانستان د کورنیو چارو د پالیسې مرستیال مسعود ‎احمد عزیزي وویل، ژمن دي چې د دغه رنځ د درملنې او وقایې په برخه کې د عامې روغتیا له وزارت سره لازمې مرستې وکړي.

ښاغلي عزیزي وویل:

"د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره دا ډیر ښه پروګرام دی، زما هیله ده چې موږ به ورسره مرسته کوو او دغه بودجه او امکانات چې زموږ په لاس کې دي، په ښه توګه به ولګول شي، موږ به هم په دې برخه کې مرستې جاري ساتو. "

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې دم ګړۍ د اېچ ،ای، وي ۲۲۲۶ پېښې ثبت شوي، خو د دوی په خبره، نړیوالو روغتیايي موسسو دغه شمېره ۶۷۰۰ ښودلې ده .

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، پلان لري چې پیل شوی پروګرام تر ۲۰۳۰ مېلادي کال پورې په هېواد کې په جدي توګه پلی کړي او تمه ښيي چې په هېواد کې په بشپړه توګه د دغه رنځ مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG