د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۵

ولسمشر غني: هېڅوک په افغانانو کې بې اتفاقي نه شي خپرولاى


د افغانستان ولسمشر وايي د هېواد دښمنان نه شي کولاى په افغانانو کې بې اتفاقي خپره کړي.

محمد اشرف غني دا خبرې نن د کابل په امام زمان جومات کې د عاشورا په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته په وينا کې وکړې:

”زه نن د امام زمان جومات يو لمونځ-کوونکى يم. د بل هر لمونځ کوونکي په څېر د افغانستان ولسمشر هم هر خطر پر ځان مني. زموږ دښمنان دې پوه شي چې په موږ کې بې اتفاقي نه شي اچولاى. موږ يوموټي، يو ملت يو او پر واحد دين عقيده لرو. هر مذهب مو د وياړ وړ دى“

امام زمان هغه جومات دی چې موده مخکې پرې ډله ییز بريد چې داعش ډلې يې مسووليت منلى و، نږدې ٣٠ تنه وژلي تر ۵۰ زیات نور ټپیان کړي وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د وسلوالو قواوو د اعلى سرقوماندان د غونډې په پيل کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د عاشورا په مناسبت د تکیه خانو، جوماتونو او نورو سپڅلو ځایونو امنیت ته ځانګړی پام وکړي.

XS
SM
MD
LG