د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۶

د امریکا ۲ مخکښو سناتورانو د دغه هېواد ولسمشر ته خبرداری ورکړی


د امریکا دوو مخکښو سناتورانو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې پر روسیې دې هغه بندیزونه عملي کړي چې کانګرس د ولسمشر ټرمپ د انتقاد سربېره، په دې وروستیو کې تصویب کړل.

په یو لیک کې چې پرون د جمعې په ورځ خپور شو، جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‎‎کېن او ډیموکرات بین کارډین ویلي، کانګرس به د بندیزونو د دې نوې طرحې د عملي کېدو چې پر روسیې د پخوانیو بندیزونو ځای نیسي، څارنه شدیده کړي او ولسمشر ټرمپ ته به سخته شي چې بیا یې په یو اړخیزه توګه همداسې غیر عملي پرېږدي.

ټرمپ چې پرله پسې یې له مسکو سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې، پر روسیې د بندیزونو دا طرحه د اګست په دوهمه لاسلیک کړه.

خو له لاسیلک سره یې په یوې تړلې اعلامیه کې شکایت کړی چې کانګرس د ولسمشر په واکونو کې لاس وهنه کوي او دا امکان یې پرانېستی پریښی چې به پر روسیې د کانګرس له خوا لګېدلي بندیزونه په بشپړه توګه عملي نه کړي.

XS
SM
MD
LG