د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

رباني: هر فکر چې نفاق او تربګنۍ ته لمن ووهي افغانانو ته د منلو نه دی


یو شمېر افغان سیاسي مشران وايي، افغانان تر بل هر وخت اوس زیات د یو بل زغم او یووالي ته اړتیا لري.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ یې د جمعیت ګوند او د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس برهان الدین رباني د وژنې د شپږم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، هر فکر چې نفاق ته لمن ووهي د منلو نه‎دی.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین وايي، اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو ملي یووالي ته ژمن پاتې کېدل تر هرڅه مهمه او حیاتي چاره ده.

دی وايي:

"زموږ ځوانان باید په دې پوه شي چې نننی افغانستان تر بل هر وخت وحدت او د ټولو مشارکت ته اړتیا لري او هر تفکر چې تبعیض او نفاق ته لمن ووهي خاینانه او د افغانستان د خلکو له نظره مردود دی."

د یادونې وړ ده چې ښاغلی رباني د افغانستان د ژغورنې په نوم د یو سیاسي ائتلاف غړی هم دی کوم چې څه موده مخکې په ترکیه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال، د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال او د بلخ د والي له‎خوا جوړ شو.

ښاغلی رباني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې یو شمېر خبري رسنیو د چارو د ادارې د یوه مامور ثواب الدین مخکښ له لوري د داسې معلوماتو د خپرېدو خبر ورکړ چې قومي مسایل په کې مطرح شوي وو.

مخکښ د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته، له دندې استعفی وکړه خو ولسمشر محمد اشرف غني په حکومتي چارو کې د هر ډول تبعیض د غندنې ترڅنګ وویل، هېچا ته به اجازه ورنه‎کړي چې د افغانانو ملي یووالي ته زیان ورسوي.

که څه هم مخکښ په خپلې فیسبوک پاڼه کې پرځان لګیدلي تورن بې بنسټه بللي خو ولسمشر غني لوی څارنوالۍ ته د دغه قضیې د څېړلو امر کړی دی.

تر دې مخکې د یو شمېر نورو کړیو، ډلو او جریانونو له‎خوا هم ورته مسایلو ته لمن وهل شوې ده.

پخواني جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف هم په خپلو خبرو کې افغانستان کې د ټولو مېشتو قومونو په یووالي او ورورولۍ ټینګار وکړ.

پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف
پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان د ګلانو د ګېډۍ په څېر دی هر قوم په دغه ګېډۍ کې خپل ځای لري که موږ غواړو چې د خپل هېواد ښکلا وساتو باید دغه ګلان له یو بل سره وي."

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر ملي یووالي د ټینګار ترڅنګ برهان الدین رباني داسې شخصیت وباله چې په خبره یې تل یې وحدت او سولې ته کار کاوه.

کرزي زیاته کړه:

"ای کاش چې استاد له موږ سره په دې برخه کې د قوي ملاتړي په توګه وای خو پیغام له موږ سره شته، هرکله چې موږ خپله دغه هېواد وساتو امن به ټینګ شي او بیا څوک مو پر هوايي ډګر برید نه‎شي کولای."

پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پیغام کې هم چې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر احمد ویس برمک له‎خوا ولوستل شو، د سولې په برخه کې د برهان الدین رباني له هڅو، فعالیتونو او سرخندنې هم یادونه شوې وه.

د جمعیت اسلامي ګوند او د سولې د عالي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني شپږ کاله وړاندې د سولې د یوه پیغام لیږدونکې له لوري په کابل کې ووژل شو.

که څه هم د ښاغلي رباني د وژل کېدو مسؤلیت هېچا ونه مانه خو نوموړي ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د سولې د شهید لقب غوره او هر کال یې تلین لمانځل کېږي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق هم وايي چې افغانان باید د خپلو مشرانو ارمانونه چې یووالی، سوله او یو د بل زغم دي د پوره کېدو لپاره کار وکړي.

نوموړي دغه شان وویل، حکومت مسؤلیت لري چې د پلان شوېو تبعیضي حرکتونو مخه ونیسي، ځکه په خبره یې دغه کار د افغانستان سلامت له ګواښ سره مخ کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG