د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

ولسمشر غني: لویه څارنوالي دي د «مخکښ» د قضیې په اړه څېړنه وکړي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په حکومتي چارو کې هر ډول تبعیض غندلی او وايي چې هېڅ وګړي ته به د داسې کار اجازه ورنه کړي چې د افغانانو ملي یووالي ته زیان ورسوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون جمعه خپره شوه، د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي چې هغو معلوماتو چې په وروستیو کې د چارو ادارې ته د یوه منصوب وګړي په حواله خپاره شوي، سخت متاُثر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نیویارک ته د سفر په وروستیو شېبو کې له دې مسئلې خبر شو، د خپاره شوي لیک جزئیات یې ولوستل او خوابدی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند، دواخان مینه پال بېګا ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني لويې څارنوالۍ ته په دې اړه د څېړنې سپارښتنه کړې ده.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

دواخان مینه پال زیاته کړه:

"ولسمشر د افغانستان لويې څارنوالۍ ته هدایت ورکړی چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د دې ناوړه کار د عامل یا عاملینو د پېژندنې لپاره کار وکړي او د افغانستان د قوانینو پر اساس چلند ورسره وکړي."

یو شمېر خبري رسنیو تېره اوونۍ د چارو ادارې د مامور ثواب الدین مخکښ له لوري د داسې معلوماتو د خپرېدو خبر ورکړ چې قومي مسایل په کې مطرح شوي وو.

مخکښ د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته، له دندې استعفی وکړه.

خو د سې شنبې په ورځ یې پر فېس بوک، پر خپله شخصي پاڼه په ویډيويي پیغام کې خپاره شوي معلومات جعلي وبلل.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ارتباطاتو مسؤل، سعید الله تره کي تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې ثواب الدین مخکښ یو عادي مامور و او هغه معلومات چې د هغه په حواله خپاره شوي، د چارو ادارې رسمي نظر نه څرګندوي بلکې د هغه شخصي نظر دی.

سعید الله تره کي وویل:

"ښاغلی مخکښ د چارو ادارې یو کارمند و، هغه چې کوم اسناد خپاره کړي، د هغه شخصي فکر و، یو ساده کاغذ و، هغه خپور شوی دی، دا د چارو ادارې نماینده ګي نه کوي، نه دا د چارو ادارې ليدلوری دی، کوم کاغذ چې له ده څخه افشا شوی یا ده نشر کړی، په دې کې قومي مسايل وو، دا ده خپل شخصي فکر و چې قومي مسایلو «پر اساس اور» ته یې لمن وهله، خپله اشتباه ده ومنله چې د قومي مسایلو «پراساس اور» ته یې لمن وهلې ده، په همدې اساس یې استعفې کړې چې استعفی یې د چارو ادارې له لوري منل شوې ده."

تره کي ویلي و چې د مسئلې په اړه یې څېړنې پېل کړي او له دې امله چې خپاره شوي معلومات د چارو ادارې رسمي نظر نه دی، د لویې څارنوالۍ د دخالت اړتیا نه ویني.

خو د ارګ خبرپاڼه چې پرون خپره شوې وایي چې ولسمشر غني دې معلوماتو خواشینی کړی او له عامل یا عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله لیکل شوی چې د افغانستان قوت او ثبات د افغانستان په قومونو کې چې "برابر او مساوي" دي، ویني او د هغوی پر استازیتوب فخر کوي.

XS
SM
MD
LG