د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

دیني عالمان: ولسمشر غني د سولې استعداد، صلاحیت او ملاتړ لري


د خوست چارواکي وايي، د لويې پکتیا خلک کولای شي د خپلو دودونو، جرګو او مرکو له لارې افغان حکومت او وسله وال مخالفین د سولې خبرو اترو ته تیار کړي.

دوی د افغانستان په تېرو تاریخي پېښو کې د لويې پکتیا د ولسونو ونډې ته په کتو وړاندیز کوي چې افغان حکومت دې، د لويې پکتیا د مخورو مشرانو او عالمانو یو پنځوس کسیزه کمېسیون وټاکي او یاد کمېسیون دې په کلیو او قومونو کې وسله والو سره خبرې اترې وکړي.

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د سپټمبر ۲۱ مې یا د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل، دی باور لري چې د لويې پکتیا مشران به وکولای شي چې د حکومت او وسله والو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د خوست والي حکم خان حبیبي.
د خوست والي حکم خان حبیبي.

نوموړي زیاته کړه:

"که سولې ته تعهد وجود ولري او مرکزي حکومت مو حمایه کړي، زه رئيس صاحب دولت ته د دې پروسې د بریا ډاډ ورکوم، غوښتنه مو له رئيس صاحب څخه داده چې د علماوو او مشرانو یو ګډ پنځوس کسیز کمېسیون جوړ کړه او مسؤلیت وروسپاره چې هغه په کورونو او قومونو وګرځي، علماوو سره وغږیږي تر څو له همدې ځایه دا هڅې د سولې یوه پیلامه وګرځي."

قومي مخور قاضي احمد ببرکزی هم په دې اند دی چې د لويې پکتیا مشران د سولې د مذاکراتو په پیلېدو کې ګټور تمامېدای شي.

نوموړي وویل:

"زه باور لرم که د لويې پکتیا هغه درانه او مخور مشران په واقعي مانا راټول شي، د دوی له منځه د سولې لپاره یو ګډ کمېسیون جوړ شي، نو دا ډول هلې ځلې به د سولې په باره کې مثبته نتیجه ولري او کامیابې به وي."

د وروسیتو څلورو لسیزو په بېلابېلو وختونو کې په افغانستان کې حکومتي چارواکو د وسله والو مخالفینو د قانع کولو او سولې ته د دوی د هڅولو لپاره کوښښونه کړي، خو جګړې په بشپړ ډول ندي ختمې شوې.

دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د مخکینیو حکومتونو په پرتله د وسله والو سره د سولې ښه فرصتونه لري او زیاتوي:

دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی
دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی

"لارې چارې يې دغه دي، که نن سبا ولسمشر ته سړی نظر وکړي، د ولسمشر استعداد، صلاحیت او قدرت ته وګوري او په نړیواله کچه د ده تاثیر ته وګوري په هر لحاظ دی دا وړتیاوې په کار واچوي، نو ممکنه ده چې په افغانستان کې سوله راشي."

په خوست کې د سولې د ولایتي کمېټې مشر مولوي حنیف شاه حسیني حزب اسلامي سره د افغان حکومت سولې ته په کتو وايي، دلته باید بین الافغاني سولې ته پاملرنه وشي، ځکه حکومت او ولس سولې ته تیار دی.

مولوي حنیف شاه وړاندې وویل:

"په قران او احادیثو کې چې راغلې هغه سولې ته افغان حکومت تیار دی، دوی ته وایو چې بین الافغاني سولې ته راشئ، قراني سولې ته راشئ، قانوني سولې ته راشئ، دې لپاره دولت هم تیار دی، د سولې کمېټه هم تیاره ده او ولس هم دا ډول سولې ته تیار دی."

د یادونې وړ ده د سپټمبر ۲۱ مه چې د سولې د نړیوالې ورځې سره برابره ده، په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم لمانځل کېږي، که څه هم نور کلونه به دا ورځ په افغانستان کې د ځینو نړیوالو سازمانونو په مالي همکارۍ د یو شمېر غیر حکومتي موسسو لخوا لمانځل کېده، خو سږ کال په سویل ختیځ زون کې د سولې نړیواله ورځ د سولې ولایتي کمېټو ولمانځله.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG