د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

مشرانو جرګه: حکومت دې د جګړې ترڅنګ د سولې دروازې هم خلاصې پرېږدي


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په اړه د امریکا په ستراتیژۍ کې باید هم د مخالفینو د ځپلو او هم د سولې د پروسې پر مخ بیول، دواړه په پام کې ونیول شي.

دغه جرګه وايي، افغان حکومت باید له وسله والو مخالفینو سره د جګړې تر څنګ، د سولې دروازې هم پرانېستې پرېږدي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار دا خبره د سې شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې، د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه، د امریکا پر ستراتیژۍ د سناتورانو له بحثونو وروسته وکړه.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار وویل:

"دغې پالیسۍ ته باید دوام ورکړي او زموږ سیاسیون یې باید ملاتړ وکړي، سولې ته هم باید کار وشي او تر څنګ یې د جنګ لپاره هم باید کار وشي، ځکه تر کومه چې د دښمنانو پر وړاندې یو ښه مقاومت موجود نه وي، هغوې سولې ته نه حاضرېږي، په خپل حکومت غږ کوو چې د سولې د دروازو د خلاصولو تر څنګ، له خلکو دفاع هم وکړي."

ښاغلي مسلمیار د افغانستان په څو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې په هر برید کې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون سلګونه ملکي کسان وژل شوي دي.

د افغان حکومت مشرانو تل پر وسله والو مخالفینو د سولې غږ کړی، خو وسله والو مخالفینو نه یوازې دا چې مثبت ځواب یې نه دی ورکړی، بلکې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

امریکا د افغانستان د ستراتیژیک ملاتړي په توګه، د افغانستان او سیمې د روانو امنیتي ستونزو د ختمولو په نیت، تېره میاشت د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه چې د ترهګرو ځپل او په ملاتړو هېوادونو یې فشارونه د دغې ستراتېژۍ مهم ټکي وو.

افغان کارپوهان هم پر دې موضوع د ټینګار تر څنګ چې یوازې جنګ د حل لاره نه ده، وايي چې د افغانستان په روانه جګړه کې بهرنۍ کړۍ او ځیني ګاونډي هېوادونه لاس لري او امریکا ته پکار ده چې د سیمې هېوادونه هم د روانې جګړې ختمولو ته وهڅوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې پخواني جنرال زلمي وردګ ازادي راډیو ته وویل:

"داخلي سوله افغانانو پورې اړه لري، خو بهرنۍ اجماع دوی پورې اړه لري، کوم هېوادونه چې د افغانستان ګاونډیان دي، یا له افغانستان څخه لېرې دي او په دې مسئله کې ښکېل دي، د هغوې اجماع یې باید جوړه کړې وای چې خبره سولې ته تللی وای او جنګ ختم شوی وای."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد راشرف غني په وار وار دا ویلی چې د افغانستان جنګ بهرني اړخونه لري او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتې چې د روانې ستونزې د پراخېدو د مخ نیوي په هدف، له یو بل سره همکاري وکړي.

افغان حکومت په تېره کې دا هم ویلي چې له هغو مخالیفینو سره، کوم چې سوله غواړي، سولې کولو ته تیار دي، خو هغوی چې جګړه کوي، په وړاندې به یې جګړه وکړي او افغان ځواکونه دا توان لري چې له خپل هېواده دفاع وکړي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG