د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

هېواد: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د پاکستان وارخطایي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې چاپ کړي دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د سېپټمبر د ۱۱مې نېتې په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، په امریکا کې د دغې نېټې تر برید وروسته، نوموړي هېواد د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷ نېټه پر افغانستان برید وکړ.

په سرمقاله کې راغلي، دا برید د القاعدې د له‎منځه وړلو په پلمه شوی و، خو په افغانستان کې جګړه او وحشت لا هم روان دی.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې ۱۶ کاله وروسته هم هره ورځ لسګونه افغان وژلي کېږي.

ترهګري پراخه شوې او اوس د افغانانو جومات، ښوونځی، مدرسه، کور، واده، هدیره، جناره او هیڅ ځای خوندي نه دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د پاکستان د وارخطایۍ په لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د امریکا، نړیوالې ټولنې او سیمې له فشارونو وروسته د اسلام اباد چارواکي سخت وارخطا شوي دي، دوی لکه سیلاب چې په سر اخیستې وي هرځګ ته لاس اچوي او د ژغورنې هڅه کوي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د نړۍ په کچه ملامت دی، له همدې امله د فشارونو زور نه‎لري، خو د ده په خبره هغه هېواد اوس هم سوله نه مني او د جګړې د دوام غوښتونکی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې هم په خپله سره مقاله کې په دې اړه لیکلي دي.

سرمقاله لیکونک لیکلي، پاکستان د ترهګرو نه د ملاتړ په برخه کې رسوا شوی او تر دې وروسته د دغه هېواد چارواکي نه شي کولای چې د نړیوالو سترګوته خاورې وشېندي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس د افغان حکومت مشران دا مسؤلیت لري چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ په برخه کې چې د هېواد په ګټه یې بللې تر پخوا زیات فعاله شي او د دغه ستراتېژۍ په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنې لرې کړي.

د افغان حکومت مشران باید د بهرنیو چارو وزارت لا فعاله کړي او په دې ډول د سیمې په کچه د پاکستان نوې توطیې شنډې کړي.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره، روسیه او ایران چې د امریکا دوه رقیب هېوادونه ګڼل کېږي، دوی هم د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په وړاندې منفي دريځ خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG