د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د ننګرهار ډاکټرانو کاري اعتصاب پای ته ورساوه


د ننګرهار ډاکټرانو او درمل پلورونکو د امنيتي ګواښوونو د زیاتېدو په غبرګون کې له دوشنبې ورځې راهیسې کاربندیز اعلان کړی و چې نن يې پای ته ورساوه.

د روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال د سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې یوې خبري ناستې ته وويل چې ډاکټرانو خپل کاري اعتصاب وروسته له هغې پای ته ورساوه چې د روغتيا وزير فيروزالدین فیروز او د ولایت امنيتي چارواکو روغتيايي کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته پېښې شوې تازه قضيه به جدي تعقیبوي.

دی وايي په دې قضيو کې د یوه مقتول خوشې کول او دارنګه د اختطاف د دوو پېښو د عاملینو نیونه ده.

د نجيب کاموال په خبره د راتلوونکې لپاره به یو مشترک کمېسیون هم جوړ شي چې د ډاکټرانو پر وړاندې د شته مشکلاتو د حل په برخه کې کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن سهار په مشترک مجلس کې تصمیم ونیول شو چې دغه درې واقعيات چې عاجل دي هغې لپار عاجل اقدامات باید وشي چې یو تن نیول شوی مقتول به خوشې شي او د انسان تښتونې پيښو عاملین په ډاګه او ونیول شي او بل تصمیم ونیول شو چې شپږ کسیز کمېسیون چې ډاکټران د طب پوهنځي استادان او د امنیه قوماندانۍ غړي به په کې وي دوی به هغه مشکلات چې ډاکټران ورسره مخ دي هغه به په نښه کوي او د لمنځه وړلو په برخه کې به پرې کار کوي."

په ننګرهار کې د درمل پلورونکو اتحادیه مشر ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وايي دوی ځکه کاري اعتصاب کړی و چې په دې وروستیو کې یو شمېر روغتيايي کارکوونکي په ټلیفون ګواښل شوي او ځينې اختطاف او ترور شوي دي.

دی وايي، مخکې له دې نه چې کاربندیز اعلان کړي دوی د امنيتي چارواکو سره ناستې هم کړې وې خو هغوی ځان ناتوانه ښي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې اندېښنو په اړه موږ څو ځلې ناستې کړي خو متاسفانه دوی هم ځان ناتوانه ښايي او راته ویل يې چې نشو کولی څوک تغير او یا تبديل کړو."

بلخوا د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وايي، دوی غلي نه دي ناست او د انسان تښتوونکو یو شمېر ډلې يې نيولي هم دي.

نوموړي ډاکټرانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به پوره هلې ځلې کوي تر څو ډاکټرانو ته پېداشوي ګواښوونه له منځه یوسي.

عبدالرحمان رحیمي
عبدالرحمان رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو ته معلومه ده چې موږ دوه اوونۍ بعد او درې اوونۍ بعد خبري ناسته لرو او انسان تښتوونکي او نور مجرمین درته اعلانوو چې نيول شوي دي موږ نور هم هڅه کوو چې زموږ ډاکټران ونه ځورول شي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ سوداګرو هم د امنيتي ګواښونو د زیاتېدو له امله د یوې ورځې لپاره کاربندیز اعلان کړی و.

د ویلو ده چې له یوې خوا په ننګرهار کې ډاکټرانو او سوداګرو د امنيتي ګواښوونو د زیاتېدو له امله کاربندیز وکړ، خو په ورته وخت کې مشرانو جرګې د دې ولایت امنيتي مسؤلین په ستاینلیکونو ونازول.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG