د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د ننګرهار اوسېدونکي: د جلال‌اباد مرکزي روغتون توپیریز چلند کوي


د ننګرهار په ساحوي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه خلک شکایت کوي.

د جلال‌اباد په مرکزي روغتون کې یو شمېر ناروغان او پايوازان د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي او په خبره‌يې هغه ناروغانو ته زیات پام کوي چې واسطه ولري.

دوی وايي، ډېری وخت سخت ناروغان دې روغتون ته وړل کېږي، خو تر هغه‌يې ډاکټران په اسانۍ پوښتنه نه‌کوي تر څو د مریض پایواز دوه درې ځلې نوکریوال ډاکټر پسې ورنه‌شي.

پایوازان: ډاکټران توپیریز چلند کوي.
پایوازان: ډاکټران توپیریز چلند کوي.

د جلال‌اباد ښار څو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

​"په افغانستان کې یا واسطه ده یا زور دی دلته هم واسطه چلېږي دلته دا زه سهار راغلی یم او اوس غرمې دولس بجې دي موږ ته اجازه نه‌شته خو که واسطه ولري د سپينې چپنې والا راشي مریض ځان سره ننباسي."

"موږ داخلې واټ ته لاړو ورته ومې‌ویل چې جراحي واټ دا پارچه راکړه چې ایسې جي وکړه هغه نوکریوال ناست و راته وويل دا پارچه بېرته ځان سره یوسه او هم هغلته معاینات وکړه بیا موږ مجبور شو چې مریض مو ښار ته بوته او هلته په شخصي کلېنیک کې مو «ایسي جي» وکړ."

د ننګرهار د حوزوي روغتون مشر ډاکټر احسان‌الله شینواری وايي، د جلال‌اباد په ساحوي روغتون کې شته امکاناتو او ډاکټرانو ته په کتو د ناروغانو تعداد زیات دی.

دی وايي، ډاکټران نه‌شي کولای چې په یو وخت د ټولو ناروغانو درملنه وکړي نو طبعاً خلک به شکایت کوي.

نوموړي زیاته کړه:

​"زموږ ډاکټران هېڅ مجبوریت نه‌لري چې خلکو سره بد وضعیت وکړي، خو که دا بد وضعیت وي چې شل مریضان ورته پراته وي او یو ډاکټر وي نو ټول خو په یو ډول نه‌تداوي کېږي هو مشکلات شته د ډاکټرانو کمی شته امکانات کم دي، خو تر اوسه موږ ته چې ناروغان راغلي د یو ساعت په دننه کې تداوي ورته شوې، خو څنګه چې د خلکو توقع ده هغسې نه‌کېږي."

شینواری: زموږ ډاکټران هېڅ مجبوریت نه لري چې خلکو سره بد وضعیت وکړي.
شینواری: زموږ ډاکټران هېڅ مجبوریت نه لري چې خلکو سره بد وضعیت وکړي.

خو دا چې اکثراً وخت د هغو ناروغانو درملنه لومړی کېږي چې واسطه ولري ډاکټر احسان‌الله وايي، له دې ستونزې څخه سترګې نه‌شي پټولی دوی لومړی حق سختو ناروغانو ته ورکوي او کله کله داسې هم پېښېږي چې چارواکي پر ډاکټرانو فشار راوړي لومړی د هغوی د ناروغ درملنه کېږي.

د جلال‌اباد د ساحوي روغتون د مسؤلینو په خبره هغه امکانات چې اوس دې روغتون ته ورکول کېږي د ناروغانو لپاره بسنه نه‌کوي او وړاندیز کوي که چيرې د جلال‌اباد ساحوي روغتون ته تشکيلات او امکانات اضافه شي نو ټولې پرتې ستونزې به ورسره هوارې شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG