د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

په ننګرهار کې د شخصي وسلو پر ګرځيدو بندیز ولګول شو


په ننګرهار کې مدني فعالان، ډاکټران، د پوهنتون استادان او کاروباریان وايي، په دې ولایت کې د انسان تښتوونې او ناامنۍ پېښې زیاتې شوي او دوی ځان خوندي نه شي احساسولای.

دغو ښاریانو په احتجاج ډول په پرلپسې ډول څو ناستې وکړې او د ناامنۍ په اړه يې خپلې انديښنې شریکې کړې دوی وايي، که ولایتي اداره په دې برخه کې جدي تصمیم ونه نيسي دوی به لاریونونه ترسره کړي:

"په هېواد کې افغانستان دویم هغه ولایت دی چې اختطاف،غلا او ناامني په کې زیاته ده زموږ رییس جمهور دې دې ستونزو ته متوجه شي.

ډاکټرنجیب صاحبزاده: اداره دې خپلې کمزوری نه پټوي چې احمد یا محمود په کې ښکيل دی که هغه امنیه قومندان یا ملي امنیت ريس وي او یا هم والي وي دوی دې ولس ته په ډاګه ووايي چې دا فلانی په دې ستونزه کې ښکیل دی ترڅو ولس خپل دښمن وپيژني."

بل خوا د ننګرهار ولایت وياند عطالله خوګياڼۍ د خلکو انديښنې پر ځای ګڼي او وايي، د همدې ستونزې د مخنيوي په خاطر ولایتي ادارې او امنيتي ارګانونو د یکشنبې په ورځ امنيتي مجلس کې د شخصي وسلو پر ګرځيدو بندیز ولګاوه.

نوموړی وايي، په دې مجلس کې د وسلو هغه ټول جوازونه بې اعتباره اعلان شول چې له دې وړاندې د ولایت یا امنیه قومندانۍ له خوا ورکړل شوي وو.

بل خوا د ننګرهار ولایت وياند عطالله خوګياڼۍ د خلکو انديښنې پر ځای ګڼي او وايي، د همدې ستونزې د مخنيوي په خاطر ولایتي ادارې او امنيتي ارګانونو د یکشنبې په ورځ امنيتي مجلس کې د شخصي وسلو پر ګرځيدو بندیز ولګاوه.
بل خوا د ننګرهار ولایت وياند عطالله خوګياڼۍ د خلکو انديښنې پر ځای ګڼي او وايي، د همدې ستونزې د مخنيوي په خاطر ولایتي ادارې او امنيتي ارګانونو د یکشنبې په ورځ امنيتي مجلس کې د شخصي وسلو پر ګرځيدو بندیز ولګاوه.

ښاغلي خوګياڼۍ زیاته کړه:

"د ننګرهار نظامي شورا چې والي صېب يې په راس کې دی پریکړه وکړه چې په ننګرهار ولایت کې د ننګرهار ولایت له لوري یا هم د امنيتي ارګانونو له لوري د وسلو کوم جوازونه چې ورکړل شوي و هغه بې اعتباره شول ترڅو د غلاو، انسان تښتوونو او نورو جنايي جرمونو مخنیوی وشي."

د خلکو نیوکې او د ولایتي ادارې دا پریکړه داسې مهال کیږي چې تېره اوونۍ د سترې محکمې د ريس پلار په جلال اباد کې د نا څرګندو کسانو له خوا وتښتول شو چې تر اوسه يې درک نه دی معلوم.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG