د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

کابل: غیرمسوله وسله وال هرکله د کابل امنیت ګواښلی شي


په کابل کې د دوه غیرمسوله وسله والو ډلو ترمنځ وسله والې نښتې د دغه ښار د اوسیدونکو اندیښنې زیاتې کړي دي.

د کابل ښار اوسیدونکي وایي، د دوه جهادي قوماناندانو ترمنځ د پنجشنبی د شپې سختې جګړې ثابته کړه چې غیرمسوله وسله وال اوس هم هرکله د کابل امنیت ګواښلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په شپه د کابل د لب جرپه سیمه کې د دوه غیرمسوله وسله والو ډلو ترمنځ د یوه ساعت څخه اوږده جګړه وشوه چې درې کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتي ده.

د کابل ښار یو شمېراوسیدونکي په دې ښار کې وروستۍ وسله والې شخړې اندیښمن کړي او له حکومته غواړي، چې باید د غیرمسوله وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي.

د کابل ښارد اوسیدونکو دا اندیښنې له هغې وروسته ډيرې شوي چې د پنجشنبې په شپه د دغه ښارد څلورمې حوزې د لب جرپه سیمه کې د دوه ډلو ترمنځ وسله والې جګړې اوږد دوام وکړ او یو بل سره یې د درنو وسلو ډزې تبادله کولې.

د دې سیمې اوسیدونکو او د جګړې عیني شاهدانو ازادۍ راډيوته وویل، په دې جګړه کې ترټولو ډیرمالي زیانونه دوی ته رسیدلي او ډیر ویریدلي دي.

ماشوم عتیق الله وایي، د لومړي ځل لپاره یې د پنجشنبې په شپه داسې درنې او ډيرې ډزې واوریدې:

"د شپې ډيرزیات ډار شوي یو ټول په یوه کوټه کې غلي کښیناستو ډيرې زیاتې مرمی وې زموږ کورته هم ډيرې مرمۍ راغلې د شپې تردوه بجو خوب نه راته اوس مې هم په بدن باندې لړزه خپاره ده."

د راپورونو له مخې د غیرمسوله وسله والو ډلو ترمنځ په دې جګړه کې دخیل یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې دا جګړد پخوانې قوماندان جنرال جرت او جهادي مشر حاجي رحیم د زامنو ترمنځ د لب جرپه سیمه کې شوي چې په کې د جنرال جرت یو زوی مړ بل ټپي او د مقابل لوري هم یو کس ټپي شوی دی.

د سیمې عیني شاهدان وایي، چې په دې جګړه کې ډيرمالي تلفات عامو خلکو ته رسیدلي دي.

د لب جر اوسیدونکي وحیدالله ازادۍ راډیو ته وویل، په کابل کې غیر مسوله وسله وال ډير دي او دولت باید د هغوی د بې وسلې کولو لپاره اقدامات وکړي تر څو خلک د امنیت احساس وکړي:

"دلته غیرمسول وسله وال ډير زیات دي ټول شخصي ساتونکي لري د سیمې اوسیدونکي ترې ډير په تنګ دي دوی چې هر وخت وغواړي داسې پیښه کولای شي د شپې هم پولیس لږ خو دوی د پولیسو څخه ډير وه غوښتنه مو دا ده چې دولت دې د وسله والو څخه د وسلو ټولولو پروسه پیل کړي."

د کابل اوسیدونکي په داسې حال کې د غیرمسوله وسله والو د بې وسلې کولو غوښتنه کوي چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت شاوخوا څلورمیاشتې وړاندې د هېواد په شمالي سیموکې د غیرمسوله کسانو د بې وسلې کولو کمپاین پیل کړ.

په تیرو څو کلونو کې په غیرمسوله وسله والو ترټولو ډير تورونه دا دي چې د هېواد امنیت ته ګواښ پیښولی شي، په بې ګناه وژنوکې لاس لري، وسله والې غلاوې او جنسي تیري کوي او خلک غواړي چې حکومت د داسې خپل سریو مخه ونیسي.

وموغوښتل چې د خلکو اندیښنوته د کورنیو چارو وزارت ځواب ولرو خو د ډیرو اړیکو سره سره د دې وزارت چارواکوپه دې اړه څه ونه ویل.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسینون غړی سخي مشواڼي وایي، چې حکومت اوس مهال د غیرمسوله وسله والو د خالي سلا کولو وړتیا نه لري ځکه چې ډيردا کسان په ګوندونو پورې اړه لري:

"دا ټول کسان په یوه او بل پورې اړوند خلک دي حکومت نه ده توانیدلی چې ورڅخه وسلې ټولې کړي دوی ټول د زورواکو خلک دي کنه غریب سړی خو په کورکې یوه معمولي سلاح هم نه شي ساتلای."

په کابل کې د غیرمسوله وسله والو له خوا د امنیت اندیښنې نوي نه بلکې څو میاشتې وړاندې د احمدشاه مسعود د مړینې تلین په وسله وال محیط کې لمانځنې وښوده چې غیرمسوله وسله وال کولای شي هروخت د ښارارامه فضا په ډزو بدله کړي.

کارپوهان د داسې کسانو څخه د وسلو ټولونه مهم ګام بولي او وایي، چې په دې کارسره به د مرکزکابل او ډيرو ولایتونو امنیت تر یوه حده ښه او خلک به یوازې د مرکزي حکومت په توان خپل باور ډيرکړي.

XS
SM
MD
LG