د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

"نامسؤله وسله وال په شمال کې د نا امنۍ د زیاتوالي لامل شوي"


په شمال زون کې د دفاع وزارت چارواکي په یاد زون کې د غیر مسوول وسله والو د فعالیت د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

په شمال زون کې د دفاع وزارت د غیر قانوني وسلو د راټولولو پروسې یا ډایاګ مسوول جنرال عبدالمنان عابد وايي چې په دې زون کې د غیر مسووله وسله والو د شتون له امله ورځ تر بلې امنیتي ستونزې زیاتېږي.

یاد امنیتي چارواکي وايي چې دغه غیر مسووله وسله وال د انسان په تښتونه، د عام وګړو په وژنو لاس پورې کوي او شخصي زندانونه هم لري.

د عابد په خبره چې په ځینو مواردو کې یاد سیمه ییز زور واکي او غیر مسوول وسله وال د دولت تر مخالفو وسله والو ډېر پر خلکو ظلم او زیاتی کوي.

عبدالمنان عابد د یاد ډلو د موجودیت په اړه وايي:

"په ټولو نا امنیو کې او د قانونو په ټولو سرغړونو کې هم همدا غیر مسوول وسله وال لاس لري، دوی د قانون سره دښمني لري د قانون د حاکمیت پلوی نه کوي او شخصي زندانونه لري ترڅنګ یې نا امنۍ ته هم لمن وهي."

نوموړي زیاته کړه چې د سولې پروسې سره د یوځای شویو طالب وسله والو څخه له دې سره چې پخوانۍ وسله ترې نه ده اخستل شوې، بلکې هغه کسان چې د سیمه ییزو پولیسو لیکو ته جذب شوي نوې سلاح هم ورکړل شوې ده:

"په کلیو او بانډو کې هغه کسان چې طالبان وو او د سولې له پروسې سره یوځای شوي ترې سلاح نه ده ټوله شوې، بلکې د سیمه ییزو پولیسو لیکو ته د دوی د ور یو ځای کېدو سره ورته نوره وسله هم وېشل شوې ده."

د بلخ ولایت ګن شمېر اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې د غیر مسوول وسله والو د حضور په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې سیمه ییز زور واکي او وسله وال له دوی څخه عشر ټولوي او پرې زور زیاتی کوي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي دین محمد ازادي راډيو ته وویل:

"غیر مسووله وسله وال په بلخ ولایت کې غلاوې کوي، له خلکو باج اخلي او دولت هم یادې موضوع ته هېڅ پاملرنه نه لري."

په ورته وخت کې د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات هم په دې ولایت کې د سیمه ییزو زور واکو او غیر مسوول وسله والو د شتون د پخلي ترڅنګ وايي چې دوی هڅه کوي ترڅو ډېر ژر د یادو کسانو څخه غیر قانوني وسله راټوله کړي.

د بلخ امنیه قوماندان وايي چې دوی د نوروز جشن د لمانځنې په هدف اوس مهال حتا هغه کسانو ته د وسلې د لېږد اجازه نه ورکوي چې د دولت له لوري ورته جواز هم ورکول شوی وي.

ښاغلی سید کمال سادات وايي:

"موږ حتا د هغه کسانو څخه سلاح را ټولو چې قانوني جواز لري دا ځکه چې نه غواړو د نوروز په درشل کې کومه نا امني رامنځته شي او موږ یادو کسانو ته د ښار په د ننه کې د وسلو د انتقال اجازه نه ورکو."

تر دې مخکې هم د بلخ سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د غیر مسوول وسله والو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په ډېری مواردو کې یاد سیمه ییز زور واکي او غیر مسوول وسله وال د عام خلکو په وژنو او له هغوی څخه د باج په راټولو کې هم لاس لري.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG