د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د بلخ په لیرو پرتو سیمو کې سیمه ییز پولیس خلک وژني او باج اخلي


د بلخ ولایت اوسېدونکي د سیمه ییزو پولیسو تر کنټرول لاندې سیمو کې د دې ځواکونو له غیر مسلکي او ناسم چلند څخه شکایت کوي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمه ییز پولیس تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خلک وژني او له عام وګړو باج اخلي.

له دې سره ـ سره چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزو پولیسو له رامنځته کېدو څخه شاوخوا ۷ کاله تېرېږي، خو ډېری په دې باور دي چې د یادو ځواکونو فعالیت له دې سره چې امنیت ته یې ګټه نه ده کړې، بلکې په ډېری مواردو کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نا امني زیاته کړې ده.

د ازادي راډیو د یوه څېړنیز راپور موندنې چې څه موده وړاندې خپور شو، دا ښيي چې په فاریاب ولایت کې د نا امنیو د زیاتوالي تر شا د سیمه ییزو پولیسو لاس دی او دا ځواکونه خپلې جنګي وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفینو پلوري.

د بلخ ولایت په چمتال، دولت اباد، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو کې له کابو اووه کلونو راهیسې سیمه ییز پولیس رامنځته شوي او فعالیت یې پیل کړی دی.

د دغه ولایت اوسېدونکي هم د سیمه ییزو پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت لري او دا ځواکونه تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو په وژنو او له عام وګړو څخه د باج په اخیستلو تورنوي.

څو موده وړاندې هم د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د عامو خلکو له خوا پر سیمه ییزو پولیسو تور پورې شو چې په یوې وسله واله پېښه کې یې د یوې کورنۍ څو تنه غړي وژلي او ګن شمېر نور یې ټپیان کړي دي، خو وروسته د بلخ امنیه قوماندانۍ وژل شوي کسان طالب وسله والو ته اړوند وبلل.

اوس د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې سیمه ییزو پولیسو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په ګرجګ سیمه کې چې چهاربولک سره ګډه پوله لري، د جنبش حزب یو غړی وژلی او له هغې مودې راهیسې د دې ولسوالۍ په بیست پیکال او نورو سیمو کې له خلکو څخه باج اخلي.

د چهار بولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه اخیستو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"سیمه ییزو پولیسو زموږ په سیمو کې د نا امنۍ په رامنځته کولو سره له خلکو باج اخلي، محمد ګل قوماندان د ایوب په نوم یو کس وواژه او له هغې وروسته له بیست پيکال پله څخه چې د مېږو یوه رمه هم تېره شي ترې دوې یا درې مېږې په زور اخلي او خلک ځوروي."

په همدې وخت کې د بلخ امنیه قوماندان له دې سره ـ سره چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې شته ستونزې نه ردوي، خو وايي چې په ځینو ولسوالیو کې یې د عامو خلکو او سیمه ییزو پولیسو تر منځ رامنځته شوې ستونزې حل کړي دي.

د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات ازادي راډیو ته وویل؛ دوی یوازي له دولت اباد او چمتال ولسوالیو څخه د سیمه ییزو پولیسو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي چې ورته په موقع سره رسیده ګي شوې ده.

ښاغلي سادات وویل:

"تر هغه ځایه چې موږ ته له دولت اباد او چمتال څخه د سیمه ییزو پولیسو په اړه شکایتونه رارسېدلي و، موږ د خلکو ستونزې حل کړې، خو په دې اړه موږ ته کوم شکایت نه دی رارسېدلی."

یوازې بلخ ولایت نه دی چې په کې سیمه ییز پولیس د خلکو په وژنو او باج اخيستنو تورن شوي دي، د سرپل، کندز او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې له ورته وضعیت سره مخ دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG