د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

په بلخ کې د عطا محمد نور په مشرۍ پوځي عملیات پیل شوي


د بلخ ولایت په نا امنو ولسوالیو کې د طالب وسله والو په وړاندې پوځي عملیات پیل شوي چې د دې ولایت سرپرست والي عطا محمد نور یې مشري کوي.

د چارواکو په خبره چې دا پوځي عملیات تېره ورځ غرمه مهال د بلخ ولایت په کشنده او زارع ولسوالیو کې د طالب وسله والو د ځپلو په هدف پيل شول او لا هم دوام لري.

د نوروز جشن د ښه امنیت په منظور په بلخ ولایت کې د طالب وسله والو په وړاندې د خورشید ۲۱ تر نامه لاندې پوځي عملیات پيل شوي دي.

دا پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ غرمه مهال د بلخ ولایت په نا امنو ولسوالیو کې پيل شول چې مشري یې د بلخ سرپرست عطا محمد نور کوی او لا هم د طالب وسله والو د ځپلو په مقصد دوام لري.

په بلخ ولایت کې چارواکي وايي چې دا عملیات د بلخ د اوسېدونکو او د نوروز جشن لپاره مزارشریف ته د راغلو مېلمنو د ښه امنیت د تامینولو په منظور ترسره کېږي.

د بلخ ولایت د ویاند منیر فرهاد په خبره چې د یادو پوځي عملیاتو په ترځ کې په کشنده او زارع ولسوالیو کې پنځه مخالف وسله وال وژل شوي څلور تنه ټپان دي او اووه تنه طالبان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد په دې اړه وویل:

"د یادو پوځي عملیاتو په ترځ کې چې همدا اوس مهال د کشنده ولسوالۍ په تونج سیمه کې دوام لري، ۵ تنه وسله وال وژل شوي، ۷ تنه نیول شوي او ۴ تنه ټپیان دي."

د خورشید ۲۱ پوځي عملیاتو مشري عطا محمد نور کوي چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او سرحدي پولیسو په ګده همغږۍ سره د کشنده او زارع ولسوالیو په شاتو، ده یک او تونج سیمو کې د طالبانو پر ضد لا هم دوام لري.

همدارنګه د بلخ د مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په یوه استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا پوځي عملیات به په یادو سیمو کې د طالب وسله والو تر ځپلو دوام کوي او په کشنده ولسوالۍ کې د دولت مخالف وسله وال د افغان امنیتي ځواکونه تر محاصرې لاندې دي.

تر دمه وسله والو طالبانو د یادو پوځي عملیاتو په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حالې کې ده چې هم مهاله د بلخ ولایت د دولت اباد، چمتال او شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د دولت ضد وسله والو له فعالیت څخه سر ټکوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG