د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب وکړ


د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکټران وايي، د قربانۍ اختره دوه ورځې پاتې دي، خو د روغتون کارکوونکو ته له تېرو دوو میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي ورکړل شوي.

دوی وايي، دا اوسنۍ ستونزه نه ده همیش کله د دوو او کله د دريو میاشتو تنخواوې ځنډيږي.دوی وویل په همدې خاطر يې نن تر یوې لنډې مودې لپاره کاري اعتصاب وکړ:

((نوم مې بهاوالدین د سترګو د واټ کارکوونکی یم نو دغه زموږ اعتصاب چې شوی و صرف د معاش په خاطر، موږ ته هرکله چې معاش راکول کیږي د مظاهرې یا د اعتصاب په شکل راکول کیږي، خو بیا هم زموږ دوه میاشتې معاش پاتې و، اختر لپاره ډاکټر، کارګر او پياده ټولو ته معاش نه وو رسیدلی نو موږ اعتصاب وکړ، بیا زموږ د روغتون مسول راته ډاډ راکړچې خیر زه په شخصي امکاناتو کوښښ کوم یا به له چانه قرض کړم او یا بله لار به ولټوم، تاسې اعتصاب ختم کړی.

زما نوم ډاکټرتحسین الله بريال د حوزوي روغتون د مرکزي لابراتوار پرسونل یم هغه دولتي امتیازات چې ترفیات او هر څه وو، هغه له منځه لاړل موږ دوی سره د روز مز په حساب ورسره نوکریوالان شولو، په نورو ولایتونو کې د نوکریوالی ښه دی موږ ته یوسلو پنځوس او یو سلو اتیا ورکوي او معاش مو هم هذا قیاس کم دی،همدغه معاش هم بيا په داسې ډول ورکول کیږي، لکه خیرات خواره چې وي د درې، څلورو میاشتو معاش وځنډيږي هغه چې بیا داسې ورته ورکوي، لکه خیرات خوارو ته چې ورکوې.))

له ډاکټرانو سره په دې کاري اعتصاب کې د دې روغتون نورکارکوونکي هم شریک وو.

د دې روغتون صفاکارانو او نوروکاریګرو هم ویل چې اخترته يې هیڅ تیاری نه دی نیولی:

((زما نوم دی ګل شریف زه ثمرخيلو نه راځم سل روپۍ مې کرایه لګیږي دا دویمه مياشت ده کله یوه نه او کله بل نه پیسې راقرضوم تاسې باور وکړئ نور سوال ته يي جوړ کړي یو.

زه منظور نومیږم د صحت عامه په داخله واټ کې کار کوم پیاده یم درې میاشتې پوره شي یا دوه میاشتې پوره شي یوه تنخوا راکړي نورې بیا وساتي، دا دویمه میاشت پوره شوه درې هفتې وشوې نن او سبا راته وايي او معاش نه راکوي.))

د دې روغتون یوه ډاکټرد نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د همدې کاري اعتصاب له امله په یوه ساعت کې په سلګونو ناروغان دې ته اړ شول چې خپل ناروغان شخصي کلنیکونو ته واستوي.

ومو غوښتل چې د ډاکټرانو ستونزه د روغتیا ریس ډاکټرنجیب کاموال سره شریکه کړو، د هغه په دفترکې له دوه ساعتونو انتظار وروسته بيا هم په دې ونه توانيدو چې ورسره اړیکه ونیسو.

له دې وړاندې هم ډاکټرانو په وخت د تنخوا نه ورکولو په خاطرکاري اعتصابونه کړي وو، خو تراوسه يې دا ستونزه نه ده اواره شوې.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG