د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

ارګ: په هېواد کې د بې‌وزلۍ د کچې د ټيټېدو هڅې پیل شوي


جمهوري ریاست وايي، افغان دولت هڅې پیل کړي چې په هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه راټيټه کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په خبره، افغان حکومت د بې‌وزلۍ د کچې د ټیټولو په هدف د ولسمشر محمد اشرف غني تر څارنې لاندې یوه شورا جوړه کړې چې د یادې ستونزې د هواري لپاره کار وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د ملي احصائیې د ادارې په مشرۍ دې شورا ته دنده سپارل شوې چې په لومړي ګام کې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ دقیق ارقام راټول کړي.

ښاغلی ازاد وايي، له دې وروسته به د بې‌وزلۍ لاملونه ولټول شي او ورپسې به د یو مېکانیزم له مخې، د دې ستونزې د کچې د ټیټولو په هدف عملي ګامونه پورته شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد

نوموړي وویل:

"لومړی خو باید ارقام پیدا شي، کله چې ارقام ونه‌لرو، نه‌شو کولای لاملونه معلوم کړو، نو ارقام باید ډېر زیات دقیق وي، کله چې ارقام ترلاسه شول، ورپسې به‌يې لاملونه او وروسته به‌يې په حل لارو کار کېږي، یعنې یو سراسري طرزالعمل به جوړېږي چې دې ستونزو ته حل لاره ولټول شي."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې څلور میاشتې وړاندې د افغانستان اقتصاد وزارت او نړیوال بانک یو راپور خپور کړ چې له مخې یې، په افغانستان کې په سلو کې ۳۹ افغانان د بې‌وزلۍ تر چتر لاندې ژوند کوي.

د نړیوال بانک موندنې ښيي چې له یو میلیون او ۳ سوه زرو څخه زیات افغانان د خوراکي او غیر خوراکي موادو په پیدا کولو کې پاتې راځي.

په دې راپور کې له افغانستانه د یو لک بهرنیو پوځيانو وتل، د مرستو کمېدل او د اکثرو پروژو درېدل د بې‌وزلۍ د کچې د لوړېدو عمده لاملونه ښودل شوي وو.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، لیدل کېږي چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو ترمنځ په سلو کې ۳۶ افغانان د بې‎‌وزلۍ تر سیوري لاندې وو، خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو کې، دا فیصدي ۳۹ ته ورسېده.

د دې راپور د خپرېدو پر مهال د افغانستان د اقتصاد وزیر ویلي، هڅه کېږي چې په دې برخه کې ستونزې وپېژندل شي او د حل لپاره‌يې اقدام وشي.

په افغانستان کې د بې‌‌روزګارۍ اندازه هم په سلو کې ۲۶ ښودل شوې او ویل شوي چې بې‎‌کارۍ د کلیوالو ژوند ډېر زیانمن کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د اقتصادي کمېسیون مسؤلین وايي، حکومت دې د شوراګانو د جوړېدو پر ځای د فقر د له‌منځه وړلو په هدف، عملي کارونه ترسره کړي.

د دغه کمېسیون رئیس صالح محمد لالا ګل د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"که حکومت وتوانېږي چې امنیت ټینګ کړي او هغه لګښت چې په دې شورا کوي یوه لویه فابریکه پرې جوړه کړي، نو لږ تر لږه څلور پنځه سوه کسان به په کار بوخت شي، نو زما په نظر، د شورا له جوړولو دا کارونه مهم دي."

ښاغلی لالا ګل په دې باور دی چې له دې لارې په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه ټیټېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې په دې هېواد کې د کارموندنې کچه ټیټه او د بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې ده.

د دې وزارت سرپرست ویلي چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د ستونزې د له‌منځه وړلو په هدف، د دې وزارت نوې پالېسي بشپړه شوې او د اړوندو وزارتونو او خصوصي سکټور سره هم شریکه شوې ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG