د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ذکي: د فني او حرفوي زده کړو د کیفیت د لوړېدو تصمیم نیول شوی


د افغانستان د کار اوټولنیزو چارو وزارت وايي، دوی پرېکړه کړې چې د فني او حرفوي روزنیزو زده کړو کیفیت، د مارکېټ اړتیاو ته په پام سره لوړ کړي.

دغه وزارت وايي، په هېواد کې د کارموندنې لپاره‎ د موجوده فني او حرفوي روزنیزو زده کړو د مرکزونو د پروګرامونو کیفیت باید لوړشي.

له همدې امله دغه وزارت د کار او ټولنیزو چارو ۳۴ ولایتي رئیسان کابل ته، د یوې ۱۵ ورځنۍ مشورتي او روزنیزې ناستې لپاره را بللي دي.

د دغه وزارت سرپرست وزیر فیض الله ذکي د شنبې په ورځ د دغې ناستې پرانېست غونډې ته وویل چې په افغانستان او سیمه کې، د کار د مارکېټ اړتیاوو ته په پام سره پرېکړه نیول شوې چې په هېواد کې د فني او حرفوي زده کړو د روزنیز مرکزونو پروګرامونه نورهم پراخ او کیفیت یې ښه شي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر فیض الله ذکي
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر فیض الله ذکي

​ښاغلی ذکي وایي:

"وزارت به دغه کار ته مکلف وي او په ورته وخت کې به دغې چارې ته منابع برابرې کړي چې د مهارتونو د زده کړو کیفیت لوړ او ترڅنګ یې د موجوده مهارتونو پروګرامونه نور هم پراخ کړي او په دې توګه د بې کارۍ د ستونزې یوه برخه کمه او له منځه یوسي."

د ښاغلي ذکي د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټولو هېواد کې د فني او حرفوي زده کړو ۴۶ روزنیز مرکزونه فعال دي چې شااوخوا ۱۲ زره ځوانان پکې د خیاطۍ، ترکاڼۍ، کمپوټر، د موټر د تخنیک، ګلدوزۍ او داسې نورو مهارتونو په زده کولو بوخت دي.

ده همداراز وویل چې د هېواد او سیمې د مارکېټونو اوسنیو اړتیاو او غوښتنو په پام سره، د مهارتونو د زده کړې موجوده څانګې کافي نه دي او باید د کیفیت او کمیت له پلوه پکې، مثبت بدلونونه راشي.

د دغه وزارت مسؤلین د نړیوال بانک د یوې سروې له مخې وايي، په افغانستان کې څه باندې اته میلیونه خلک د کار کولو جوګه دي چې له دې شمېرې څخه ۶،۶ میلیونه په کارونو بوخت او ۱،۹ میلیونه یا موقتي کارونه کوي او یا بشپړ اوزګار دي.

په افغانستان کې د یونېسکو مشرې پټري شاګوسمن وویل، د پخوا په شان به په دې برخه کې، د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مرستې جاري وساتي.

اغلې شاګوسمن وویل:

"یونېسکو غواړي، د دغه روزنیز پروګرام له لارې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په دوو برخو کې مرسته وکړي چې یوه یې دغو مرکزونو ته د پلان جوړول او بله برخه یې، د روزنیزو پروګرامونو ارزول دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کارګرانو بېلاېیلو ټولنو تل شکایت کړی چې په هېواد کې د اوزګارو شمېر له یوې ورځې نه بلې ته زیاتېږي او دولت هم ورته کوم پلان نه لري.

د کار او ټولنزو چارو وزارت وايي، ممکن دولت په یوازیتوب سره دغه ستونزه اواره نه شي کړای، نو ځکه هڅه کوي چې د کار له قانون سره سم د موجوده ستونزې په هواري کې، خصوصي سکټور د ځان ملګری کړی.

دغه وزارت دا هم وايي چې د خلیج له هېوادونو سره یې خبرې روانې دي او هیله ده چې د روان کال تر پاې پورې، یو شمېر فني افغان کارګران ځینوعربي هېوادونو ته ولیږل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG