د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

اقتصاد وزارت: ۳۹ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې دي


د نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت له تازه راپور سره سم، په سلو کې ۳۹ افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې دي.

نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت دوه عامله د افغانانو د بې‌روزګارۍ او د بې‎وزلۍ تر کرښې د ټیټ ژوند سبب بولي، یو له افغانستانه د څه باندې یو لک پوځیانو وتل او بل د مرستو کمېدل او د اکثرو پروژو درېدل.

د نړیوال بانک په راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، لیدل کېږي چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو تر منځ په سلو کې ۳۶ افغانان د بې‎وزلۍ تر کرښې لاندې وو، خو په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو کې دا فیصدي ۳۹ ته ورسېده.

په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ اندازه هم په سلو کې ۲۶ ښودل شوې او ویل شوي چې بې‎کارۍ کلیوال زیات زیانمن کړي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت سلاکار سهراب بهمن وايي، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو په پرتله په تېرو دوو کلونو، یعنې ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان اقتصادي وده زیاته شوې ده.

د اقتصاد وزارت سلاکار سهراب بهمن
د اقتصاد وزارت سلاکار سهراب بهمن

ده ازادي راډیو ته د بې‌روزګارۍ د وضعیت او بې‌وزلۍ په اړه وویل:

"په مجموع کې په سلو کې ۳۰ افغانان د بې‎وزلۍ تر کرښې لاندې یا تر هغې اندازې یا کرښې لاندې ژوند لري چې ټاکل شوې ده او اکثره بې‎وزلي په کلیو کې ده. بې‌روزګاري هم د فقر په شان کلیو کې ډېره ده ځکه چې تاسو پوهېږئ چې بې‎وزلي او بې‌کاري سره تړلي دي. که اوزګاره وې اتومات بې‌وزلي ورسره پیدا کېږي."

د اقتصاد وزارت سلاکار همداراز تائید کړه، په افغانستان کې تر یو میلیون زیات خلک کار نه‎لري.

ښاغلي بهمن په عین حال کې وویل چې د افغانستان اقتصادي وده په وروستیو دوو کلونو کې زیاته شوې ده.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو تر منځ د افغانستان اقتصادي وده تر یو نیم فیصد پورې وه.

د نړیوال بانک اټکلونه ښيي چې د افغانستان اقتصادي وده به تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په تدریجي ډول په سلو کې ۵ ته ورسېږي.

د اقتصاد وزارت سلاکار سهراب بهمن هیله ښيي چې سږ کال به د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې ۳ ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه سږ کال اقتصادي وده په سلو کې ۲ ده او تمه ده چې ۳ فیصدو ته ورسېږي. سږ کال هڅه شوې چې په بې‌وزلي کې ۳ فیصده زیاتوالی کم شي."

نړیوال بانک وايي، د بې‎روزګارۍ له کبله تر ټولو زیات زیان کلیوالو افغانانو لیدلی.

XS
SM
MD
LG