د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

ذکي: د ډیري بهرنیو ځواکونو په وتلو افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې


د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، له دوه زره څوارلسم میلادي کال را وروسته، کله چې د بهرنيو ځواکونو اکثریت له هېواده ووتل، په هېواد کې د بې‎کارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده.

دا خبره د دغه وزارت سرپرست فیض الله ذکي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یاد وزارت اړوندو ولایتي رئیسانو ته د کارموندنې په برخه کې د نویو پالیسیو د تشریح کولو په سیمینار کې وکړه.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست فیض الله ذکي
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست فیض الله ذکي

ده وویل:

"د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د کار وړ ځواک ۸.۵ میلیونه دی چې ۶.۶ میلیونه یې په کار بوخت او ۱.۹ میلیونه یې یا بشپړ وزګار او یا دا چې دایمي کارونه نه لري."

ښاغلي ذکي وویل، دا ستونزه له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو له لېږد سره سم رامنځته شوه.

ده وویل، دغه وضعیت د ښارونو په پرتله، په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې په کارګرو ډېراغېز کړی دی.

ده دا هم وویل چې شته ستونزې ته په کتو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارموندنې په برخه کې نوې پالیسۍ ترتیب کړې چې له اړوندو وزارتونو او خصوصي سکتور سره به یې شریکې شي.

ده هیله وښوده چې اړوند وزارتونه او خصوصي سکتور، دولت سره د شوېو تفاهم لیکونو له مخې د کار موندنې په برخه کې نوي پلانونه ترتیب او عملي کړي.

افغان کارګران هم په دغه هېواد کې له وزګارتیا شکایتونه لري.

د ذبیح الله په نوم یو تن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کار نشته موږ ته باید فابریکې جوړې شي چې کار په کې وکړو، د نا امنیو له امله بې کاري ورځ تربلې زیاتېږي، هیله ده حکومت موږ ته کارونه پیدا کړي چې بوخت شو. "

کارپوهان وايي، حکومت باید خصوصي سکتور پیاوړې کړي چې د کار په لټه کې ځوانانو ته د کار زمینې برابرې شي.

د دغو کار پوهانو له ډلې تاج محمد اکبر ازادي رادیو ته وویل:

"په اوسني حالت کې دولت د ځینو محدودیتونو له مخې پانګونه نه شي کولی، نو مکلف دی چې د خصوصي سکتورملاتړ وکړي. دا یو اړین کاردی، له یوې خوا به اقتصاد پیاړی او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینې برابرې شي. "

ښاغلی اکبر دا هم وايي، ناامني تر ټوله لویه ستونزه ده چې د پانګونې مخه نیسي.

دی ټینګار کوي چې دولت دې سولې او ثبات ته هڅې زیاتې کړي چې خصوصي سکتور په ډاډه زړه فعالیت وکړي.

خو دولت تل ویلي چې د سولې او ثبات راوستل یې په لومړیتوبونو کې دي څو پراختیايي پروژو، پانګو اچونو او داسې نورو فعالتیونو ته زمینې برابرې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG