چارواکي وايي، د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې په هوايي عملیاتو کې د ۴ مهمو قوماندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي دي .
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې نن یکشنبه له غرمې وروسته افغان او بهرنیو ځواکونو د شاولي کوټ ولسوالۍ په ځنګله سیمه کې د وسله والو پرضد هوايي عملیات کړي دي .
د دراني په وینا، په دغو عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي چې د دې ډلي څلور مهم قوماندانان هم په کې شامل دي.
ښاغلي دراني وویل:
"دا عملیات د وسله والو پر یوه مهم پټنځای ترشوي چې ۳۵ وسله وال چې د دوی څلور مهم قوماندانان په کې شامل دي، وژل شوي او په زیات شمېر نور ټپیان شوي دي."
د پولیسو ویاند وايي، وژل شوو وسله والو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د حملې پلان درلود چې د کشفي راپورونو وروسته په نښه شول .
درانی وايي چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو د وسلو او چاودېدونکو موادو یو ډیپو هم په نښه شوی دی .
دراني زیاته کړه چې د شاولي کوټ ولسوالۍ د ځنګله په سیمه کې د وسله والو پر ضد دغه هوايي عملیات، اوس هم جریان لري .
نوموړي په عملیاتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه وايي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
راپور: محمد صادق رښتینی