د لاسرسي لېنکونه

نظامي: په غور کې د داعش ډلې پنځه تنه مبلغین نیول شوي


د غور امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د داعش ډلې پنځه تنه مبلغین نیولي دي.

د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي ازادي راډیو ته ویلي چې دغه کسان دوې ورځي وړاندې د لعل او سرجنګل ولسوالیو څخه داسې مهال نیول شوي چې هغوی د بېلابېلو سیمو د عکسونو په اخیستلو بوخت و.

ښاغلی نظامي وایي، دغه ټول کسان د کندهار ولایت وه او د داعش ډلې لپاره یې تبلیغ کاوه.

د نظامي په خبره نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې له څومیاشتو راهیسي یې په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې فعالیت کاوه.

دغه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم د غور پولیسو د داعش وسله والو اړوند یوه کورنۍ هغه مهال د فیروز کوه په شمالي برخو کې ونیوله چې غوښتل یې مرغاب سیمې ته ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG