د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۲

کندهار کې له ۴۸۰ پولیسو د لوړو زده‎کړو لپاره ازموینه واخېستل شوه


په کندهار کې د شاوخوا ۴۸۰ هغه پولیسو څخه چې دولسم ټولګی يې لوستی وو د لوړو زده‎کړو لپاره ازموینه واخېستل شوه.

چارواکي وايي، په کندهار کې يې په لومړي ځل د پولیسو لپاره د سټاپ کالج یا د لوړو زده‎کړو څانګه فعاله کړې چې له لارې به یې د پولیسو په لیکو کې د دولسم ټولګي فارغینو ته د ليسانس تر کچې زده‎کړې ورکول شي.

دا په کندهار کې هغه پولیس افسران دي چې د دولسم ټولګي په کچه يې زده‎کړې کړي او اوس د لوړو زده‎کړو لپاره ازموینه ورکوي.

په ازموینه کې د ګډون کوونکو پولیسو شمېره ۴۸۰ تنه دي چې له دې جملې څخه یوازې ۹۰ تنه يې په حقوقي سیاسي او نظامي برخو کې د زده‎کړو چانس ترلاسه کولای شي.

د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي د ازموینې د پیل پر مهال وویل چې په ازموینه کې بریالي پولیس به هم مهاله له دندې سره یوځای د لېسانس تر کچې خپلې زده‎کړې وکړي.

د اطرافي په وینا د پولیسو لپاره د لوړو زده‎کړو په برخه کې دغه چانس د کورنیو چارو وزارت له‎خوا برابر شوی دی.

دی وايي:

"دا داخل خدمت بولي چې دوی به معاش هم ولري او د ماسپښین له‎خوا به خپل پوهنتون وايي، ټوله اته سمستره چې څه اضافه تر درېيو کلونو به وخت ونیسي. "

د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د لوړو زده‎کړو لپاره د کانکور ګډونوال له دې امله چې هم دنده لري او هم يې د لوړو زده‎کړو چانس تر لاسه کوي خوشحاله دي.

لومړی څارن فاطمه او لومړی څارن محمد نعیم د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لپاره لوړې زده‎کړې مهمي بولي.

"فاطمه: دا لړۍ چې پیل شوې موږ ډېر خوشحاله یو تاسې وینئ چې زموږ ورونه په ډېرې علاقمندۍ سره راغلي او غواړي چې امتحان ورکړي او لوړې زده‎کړي وکړي.

-محمد نعیم: موږ ډېر خوشحاله یو او د کورنیو چارو د وزارت څخه مننه کوو چې موږ ته يې د لوړو زده‎کړو چانس برابر کړ. "

په کندهار کې ډېر وخت پر پولیسو نیوکه کېږي چې زده کړې نه‎لري چې له امله يې د قانون په پلي کېدو او د ولسي خلکو سره په چال چلند کې ستونزې رامنځ کېږي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG