د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

سرچینه: په کندهار کې انتحاري حملې ۳ بهرني سرتېري ټپیان کړي


د کندهار په دامان ولسوالۍ کې نن جمعه د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان ځان وژونکې حمله شوې ده.

د کندهار مطبوعاتي دفتر سپرست فضل الباري بریالي ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه د کندهار د دامان ولسوالۍ په خوشاب سیمه کي د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت په چوکاټ کي د رومانیايي سرتېرو پر موټریز کاروان ځان وژونکې حمله و شوه چې په پېښه کې حمله کوونکی له منځه تللی او د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

د بریالي په وینا حمله کوونکي د رومانیایي سرتېرو د موټرو له کاروان سره چې د ګزمې په حال کې وو خپل ټونس موټر جنګولی او چاودنه يې ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"یوه ځانمرګي برید کوونکي د ټونس موټر په وسیله پر رومانیایي سرتېرو چې ګزمه يې کول برید کړی ځانمرګی له منځه تللی، خو د رومانیایي سرتېرو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نشته."

بلخوا په سیمه کي یوې امنیتي باوري سرچنې ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه حمله کې درې رومانیايي سرتېري ټپیان شوي دي.

د سرچنې په وینا ټپي شوي سرتېري د کندهار په هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.

خپله بهرنیو ځواکونو تر دا مهاله ددې حملې په اړه څه نه دي ویلي.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او په دې حمله کې د ۷

رومانیايي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

دا په تېرو دو میاشتو کې په کندهار کي پر بهرنیو ځواکونو دوهمه ځان وژونکې حمله ده.

تر وړاندې هم د کندهار هوايي ډګر ته نېږدې په ښور اندام سیمه کې پر امریکايي ځواکونو انتحاري حمله شوې وه.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG