د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

سرچینه: د کندهار په انتحاري حمله کې ۳ بهرني سرتېري وژل شوي


په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د ځان وژونکي حملې د تلفاتو په اړه چارواکي معلومات نه‌ورکوي، خو په سیمه کې یوې امنیتي باوري سرچنې د نوم او غږ نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دغې حمله کې د بهرنیو ځواکونو درې سرتېري وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې حمله کې تلفات هم اوښتي، خو د تلفاتو په اړه‌یې جزئیات نه‌‌دي ورکړي.

سرچینه وايي، په پېښه کې یو شمېر نور سرتېري ټپیان شوي هم دي، خو دقیق شمېر يې نه‌دی معلوم.

په ورته وخت کې د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه ۱۲ نیمې بجې د کندهار ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د کندهار ښار او هوايي ډګر ترمنځ پر غځېدلي سړک د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د موټر بم په وسیله ځان وژونکې حمله وشوه چې د تلفاتو په اړه‌يې معلومات نه‌شته.

د دراني په وینا د بهرنیو ځواکونو موټریز کاروان د کندهار ښار څخه هوايي ډګر ته پر لاره وو چې ځان وژونکي خپل د چاودېدونکو موادو ډګ ډاټسن موټر ته د دغو ځواکونو د موټرو په منځ کې چاودنه ورکړې.

ضیا درانی
ضیا درانی

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ځان وژونکې موټر بم چاودنه تلفات هم لري، خو دقیق ارقام‌يې لا تر اوسه زموږ سره نه‌شته."

په عین وخت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ مأموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه حمله تائید کړې ده.

تر حملې وروسته د شااوخوا درېیو ساعتونو لپاره د کندهار-سپین بولدک لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه او په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو هلیکوپټرې ګرځېدې.

بل‌خوا د پېښي عني شاهدان وايي چي چاودنه ډېره زوروره وه او پر مهال‌يې په سیمه کې ملکي کسان نه‌و او یوازې د بهرنیو ځواکونو کاروان تېرېده.

تر اوسه نه‌ده معلومه چې دا حمله د کوم هېواد پر ځواکونو شوې، خو د کندهار په هوايي ډګر کې امریکايي او رومانیايي سرتېري مېشت دي.

دغه ځواکونه د هري چهارشنبې په ورځ معمولاً د کندهار په نظامي مجلس کې د کډون لپاره ولایت ته راځي.

ویل کېږي چې نن هم دغه ځواکونه په نظامي غونډه کې تر ګډون وروسته هوايي ډګر ته پر لاره وو چې د حملې سره مخ شول.

راپور: محمد صادق رښتینی

  • پخواني معلومات

د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت دفتر رسنیو ته په یوې استولې اعلامیه کې وايي چې په کندهار کې د دوی پر یوه قطار حمله شوې.

دغه دفتر زیاته کړې چې په دغې حمله کې تلفات هم اوښتي، خو د تلفاتو په اړه‌یې زیات جزئیات نه‌دي ورکړي.

نور جزئیات وروسته ...

  • پخواني معلومات

نن چهارشنبه غرمه مهال د کندهار ښار په شوراندام سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان باندې موټر بم انتحاري حمله شوې ده.

په سیمه کې عیني شاهدانو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دوی د پېښې په ځای کې د بهرنیو ځواکونو دوه تخریب شوي موټر لیدلي.

عیني شاهدانو همدارنګه ویلي چې د پېښې په ساحه د بهرنیو ځواکونو هلیکوپټرې ګرځي.

تر دا مهاله افغان او بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د مرګ ژوبلې په اړه هم کره معلومات نه‌شته.

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه حمله کې ګڼو بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نور جزئیات وروسته ...

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG