د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

موحدي: محمد محقق هڅه کوي د عبدالرشید دوستم اړوند ستونزې حل کړي


په ترکیه کې د جنرال دوستم د څلور میاشتني حضور وروسته اوس د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال دفتر وايي چې محمد محقق هڅه کوي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال اړوند ستونزې حل کړي.

د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د دفتر مسؤل عبدلبصیر موحدي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دا ونه ویل چې ښاغلی محقق د کومو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي، خو وايي، ترکیې ته یې د سفر هدف د اوسنیو ستونزو د حل په برخه کې د فعاله رول لوبول دي.

محمد محقق
محمد محقق

خو نوموړی وايي، محمد محقق د حکومت له لورې جنرال دوستم ته د کوم پیغام لېږدونکی نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"استاد محقق د تېرو کلونو په اوږدو کې د سیاسي ډلو ترمنځ د ستونزو په هوارولو کې فعال رول لوبولی دی او په هره برخه کې چې رامخته شوی بریالی و، خو دا چې ښاغلی محقق د حکومت له لورې د ولسمشر لومړي مرستیال ته له ځان پیغام سره لېږدوي دا خبره نه تائیدو خو نوموړي په شخصي توګه د هر ځای په خبرو کې فعال رول لوبولی دی."

د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د دفتر د معلوماتو له مخې ښاغلی محقق شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې د درملنۍ لپاره ترکیې ته تللی دی.

له دې وړاندې ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي و چې ښاغلی محقق د حکومت او عبدالرشید دوستم ترمنځ د منځګړیتوب په هدف ترکیې ته تللی او د حکومت پیغام له ځان سره لېږدوي.

د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له څلورو میاشتو راهیسې په ترکیه کې دی او څه موده وړاندې یې د بلخ له والي عطا محمد نور او د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال محمد محقق سره یوځای د افغانستان د ژغورنې په نوم ایتلاف چې په باور یې د حکومت د اصلاح لپاره دی رامنځته کړ.

شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس بابر فرهمند یوې ناستې ته ویلي و چې دوستم ته د ده د انتخاباتي ملګرو له لورې د شخصیت د ترور او د فزیکي حضور د لرې کېدو لپاره طرحې عملي شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي و کله چې انتخابات پای ته ورسېدل او د دوی ټیم بریالی شو له دوستم سره د جمهوري ریاست ضدیت پیل شو.

خو اوس د عبدالرشید دوستم دفتر وايي چې افغانستان ته د نوموړي د راتګ په اړه هیڅ ستونزه نشته او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.

د ښاغلي دوستم ویاند بشیر احمد ته ینج ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې خاصه ستونزه نشته او محمد محقق د حکومت له لوري د کوم خاص پیغام لېږدونکی نه دی.

بشیر احمد ته ینج
بشیر احمد ته ینج

نوموړي زیاته کړه:

"جنرال دوستم اوس هم په ترکیه کې دی او هڅه کوي ډېر ژر هېواد ته راشي د راتګ لپاره یې هیڅ ډول ستونزه نشته، د ولسمشر د لومړي مرستیال او د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال ترمنځ د حکومتوالۍ او د ائتلاف د پروګرامونو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوي نور کوم پیغام پکې نه و.

افغانستان ته د عبدالرشید دوستم د راتګ خبره په داسې حال مطرح کېږي چې لویې څارنوالۍ ویلي پر دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي له لورې د تورونو دوسیه یې درې میاشتې وړاندې سترې محکمې ته استولې ده.

ترکیې ته د عبدالرشید دوستم له سفر څه موده وروسته ولسمشر محمد اشرف غني یوې خبرې غونډې ته وویل چې عبدالرشید دوستم د درملنې لپاره ترکیې ته د لوی څارنوال په اجازه تللی، خو د ښاغلي دوستم دفتر بیا د دې موضوع د رد ترڅنګ ویلي و چې د ولسمشر لومړی مرستیال بهر ته د سفر لپاره د لوی څارنوال اجازې ته ضرورت نه لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG