د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

افغانستان ته د دوستم د ستنېدو په اړه نړېوالې تبصرې


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې بلخ ولایت ته د جنرال دوستم د تګ او د هغې الوتکې د ګرځولو مسئله څېړلې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې مزارشریف ته رساوه.

ورځپاڼه لیکي، جنرال دوستم وروسته تر دې چې ۲ میاشتې په ترکیه کې په تبعید کې تېرې کړې، یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ او د دوشنبې په ورځ بلخ ته روان و، تر څو د هغه ولسمشر لپاره چې له ده سره یې اړیکې خرابې شوي، د سر درد پیدا کړي.

د جنرال دوستم په سلګونو ملاتړي د شپې تر ناوخته د مزارشریف په هوایي ډګر کې انتظار وو، خو نیویارک ټایمز د افغان او غربي چارواکو په وینا خبر ورکوي چې مرکزي حکومت د دې الوتکې د کېناستو مخه ونیوله.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، ښایي دغه پېښه د افغانستان سیاسي بحران چې له مخکې موجود دی، پسې ژور کړي او د هغه جنګسالار حوصله وازمویي چې په تېره زمانه کې د شخړو سابقه لري او د ولسمشر غني د حکومت د مقابلې خبرداری یې هم ورکړی دی.

د ورځپاڼې په باور دوستم په انتخاباتو کې د ولسمشر په بریالیتوب کې ونډه لرله او اوس ادعا کوي چې منزوي شوی دی.

د بلخ ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالخالق ویلي دي چې له پنځه سوو تر زرو تنو په هوایي ډګر کې د دوستم هرکلي ته انتظار کاوه، خو د افغانستان مرکزي حکومت د هر راز قانون پر خلاف د هغه الوتکې ته اجازه ورنه کړه چې کېني.

نیویارک ټایمز لیکي چې د دوستم یوه جګپوړي چارواکي او د بلخ والي عطا محمد نور ته یوه نېږدې کس هم د الوتکې د بېرته ستنولو پېښه تایید کړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه بله مقاله کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مسئله هم څېړلې ده.

ورځپاڼه په دې برخه کې د ملګرو ملتو وروستي راپور ته اشاره کوي او لیکي چې روان کال په کابل کې د ښځو او ماشومانو لپاره خونړی کال و.

په مقاله کې لولو چې د ملکي تلفاتو شمېر په بې‎ساري ډول زیات شوی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دا شمېره ۱۶۶۲ تنو ته رسېدلې ده، ۳۶۰۰ نور بیا په دې موده کې ټپیان شوي دي.

نیویارک ټایمز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو خبرو ته اشاره کوي چې وایي، د دې ناوړه جګړې نتیجه د انسانانو مرګ ژوبله، ویجاړي او په افغانستان کې بده ورځ ده.

د ورځپاڼې په وینا، په افغانستان کې د وژل شویو ښځو په فیصدۍ کې ۲۳ په سلو کې زیاتوالی لیدل کېږي چې د کابل په بیروبار سیمو کې د ځان وژونکو بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز په دې حملو کې د وژل شویو ښځو شمېر ۱۷۴ او د ټپي شویو شمېر ۴۶۰ یادوي.

د ورځپاڼې په باور په دې حملو کې د ښځو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو علت دا دی چې په ښارونو کې حملې سختې شوي او په ورځني ژوند کې د ښځو حضور زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG