د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

اریايي: حکومت باید د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون اصلاحاتو کې غفلت ونه وکړي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، جمهوري ریاست د دوی له بیا بیا غوښتونو سره د کمېسیون د دارالانشا لپاره کس نه دی انتخاب کړی.

دغه کمېسیون وايي، څلور میاشتې وړاندې یې د کمېسیون د دارالانشا د مشرۍ لپاره د درېیو کسانو نوملړ له شفافې ازموینې وروسته جمهوري ریاست ته استولی خو تر اوسه یې هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مشر عبدالعزیز اریايي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو د مشروعیت یوازینی بنسټ دی او دغه بنسټ ته بې پامي انتخابات تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو د مشروعیت یوازینی بنسټ دی که په دغه کمېسیون کې د اصلاحاتو په برخه کې هر ډول غفلت کېږي خدای مه کړه کولای شي انتخاباتي پروسې تر پوښتنې لاندې راولي، د دارالانشا د ریاست لپاره تعلل شوی که حکومت کوم دلیل لري خلکو ته دې و وايي، که نه ژر دي اقدام وکړي څو زموږ چارې وروسته پاتې نه شي."

د ښاغلي اریایي په خبره په ولایتونو کې د دفترونو نه فعالول، په مالي او د ګومارنې په چاروکې نه استقلالیت، د اړونده بنسټونو ترمنځ نه همغږي او د لازمو امکاناتو نه موجودیت نورې هغه لوې ستونزې دي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ورسره مخامخ دی.

نوموړی وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي او امنیتي بنسټونه هم د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدامات ونه کړي ښايي انتخابات بیا وځنډېږي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم اندېښنه ښودلې چې اوسني وضعیت ته په کتو د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ناشونې ښکاري.

دغه بنسټ همدا راز ویلي و چې د امنیتي ستونزو سربیره په انتخاباتي بنسټونو کې نه همغږي او د حکومت ورو اقداماتو ته په کتو کې دا به ډېره منطقي نه وي چې معیاري انتخابات دې ترسره شي.

له دې ټولو سره سره جمهوري ریاست بیا وايي، ډېر ژر به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لپاره وړ کس انتخاب کړي، خو دا چې حکومت اصلاحاتو ته ژمن نه دی دا ادعا بې بنسټه ده.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

"د شکایتو د کمېسیون د دارالانشا د ټاکلو لپاره به پر وخت اقدام وشي،

پوښتنه : خو دا چې دوی وايي د ملي یوالي حکومت مشرتابه اصلاحتو ته ژمن نه دي.؟

دوی چا راوستل، کمېسیون چا رامنځته کړ او اصلاحات پکې چا راوستل، دې ته دوی د کمېسیون د اصلاح اراده نه وايي نو څه وايي."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، که د انتخاباتو د اصلاحاتو په برخه کې بیا هم غفلت کېږي نه یوازې به د انتخاباتو ترسره کېدل اوسنۍ ستونزې حل کړي بلکې د دې وېره هم شته چې ښايي یوه بل کړکېچ ته هم لار هواره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG