د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د انتخاباتو کمېسیون: د رأی ورکونې د مرکزونو د ارزونې ۹۰ سلنه نتایج رارسېدلي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأی ورکونې د مرکزونو د ارزونې ۹۰ فیصده نتایج دوی ته رسېدلي دي.

دغه کمېسیون وايي، په ناامنه سیمو کې د رأی ورکونې د مرکزونو د ارزونې په هدف له سیمه‎ییزو سپین‎ږیرو او امنیتي ارګانونه سره خبرې روانې دي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبديع صياد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هڅه کېږي چې د دغو خبرو اترو لارې د یادې چارې د بریا په هدف وسله‎والو مخالفینو ته قناعت ورکړل شي.

ښاغلي صیاد دغه‌شان وویل، دوی ته په رسېدلو دغو ۹۰ فیصده نتایجو کې هېڅ ډول ستونزه نه‎ده موجوده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبديع صياد
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبديع صياد

دی وايي:

"په سلو کې نوي نتیجې له ولایتونو او ولسوالیو مرکز ته رسېدلي دي چې بریالي وو او د اندېښنې وړ کومه ستونزه په کې نه‎ده لیدل شوې او کوم معلومات چې رارسېدلي د تخنیکې کارکوونکو تر څېړنې لاندې دي او کله چې وروستي شول له رسنیو او خلکو سره به شریک شي."

دی وايي، د رأی ورکونې د مرکزونو د ارزیابۍ چارې به له ټاکلې مودې مخکې چې ۴۵ ورځې ټاکل شوې وې، مخکې پای ته ورسېږي.

ښاغلي صیاد وویل، له څېړنو وروسته به د راستنېدونکو او کورنیو بې‌ځایه شوېو کډوالو لپاره د رأی ورکونې نوي مرکزونه هم جوړ شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د رأیې ورکونې د مرکزونو د ارزونې چارې د روان کال د اسد په ۱۶مه نېټه د زر تنو مؤقتو کارکوونکو او د اړتیا وړ تبلېتونو په استفادې سره پیل شوي دي.

ویل کېږي چې دا پروګرام د سیمې د خلکو په مرسته، نفوس، جغرافیايي موقعیت، د خلکو ګډون او یو شمېر نورو معیارونو ته په پام سره پیل شوي چې لا هم دوام لري.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶مه نېټه وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ "ټیفا" رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده دغه ارزیابي غیر مسلکي بللې وايي چې د رأی ورکونې د مرکزونو په ارزونه کې ستونزې موجودې دي.

د "ټیفا" رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده
د "ټیفا" رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده

دی وايي:

"زموږ د موندنو له مخې د پروګرام په پلي کولو او په هغو سیمو کې چې دوی په‎کې ارزونې کوي ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې دي، کومې سیمې چې باید تر پوښښ لاندې نیول شوې وی نه‎دي نیول شوي، کوم کسان چې دې برخې ته نیول شوي دي ښه تجربه نه‎لري، هغه یو مسلکي بنسټ دی او باید تخنیکي چلند وکړي، زموږ هیله دا ده چې دوی له جزئیاتو سره راشي او هغه ستونزې چې دوی موندلي رابرسېره‌يې کړي چې لږ تر لږه د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو له ستونزو سره مخ نه‎شو."

ښاغلی ایوب‎زاده وايي چې د مسلکي کارکوونکو نه‌ګمارل، د رأی ورکونې مرکزونو ته د ښځو نه‌لاسرسی، د خیالي مرکزونو موجودیت او ناامني هغه ستونزې دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې باید هوارې کړي.

د نوموړي په خبره، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه ستونزو ته جدي پام ونه‎کړي د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو ستونزې به بیا تکرار شي.

خو د انتخاباتو کمېسیون مسؤلین وايي چې د شفافو انتخاباتو ترسره کول د کمېسیون مسؤلیت دی او په دې برخه کې کارونه ښه روان دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG