د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي چې په ټول هېواد کې يې د رأیه ورکولو د مرکزونو د بیا څېړنې او ارزونې چارې پیل کړي دي.
دا چې امنیتي ستونزې به د دې چارې په وړاندې خنډ وګرځي کنه؟
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به توانېږي چې د راتلونکی کال د سرطان په شپاړسمه انتخابات ترسره کړي کنه؟
او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په اړه یو شمېر نورې پوښتنې د حقیقت څه دي د دې اوونۍ په خپرونه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا رئیس امام محمد وریماچ سره مطرح کوو: