د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۳

مسؤلین: د خوست جلغوزي د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي


د خوست د جلغوزو د ټولنې مشر وايي، له ایراني پانګه والو سره خبرې روانې دي، څو په هرات کې د جلغوزو د پروسس یو فابریکه جوړه کړي.

د دې ټولنې رئیس حاجي فضل نن سې شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، اوس مهال د خوست جلغوزي په غیرقانوني ډول، په پاکستان کې له پروسس وروسته، د هغه هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي، ځکه غواړي د ایراني پانګوالو په مرسته، د جلغوزو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړي.

نوموړی وايي چې په اټکلي ډول به سږ کال د خوست پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه نېږدې ۱۰ زره ټنه د جلغوزو محصولات ترلاسه شي چې تېر کال دا شمېر اوه نیم زره ټنه و.

جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتو او عایداتي توکو څخه شمېر کېږي چې تر ډېره بریده اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

XS
SM
MD
LG