په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، د پروان ولایت په بګرام کې د دوی ۵ سرتېري پرون په یوه انتحاري حمله کې ژوبل شول.
په دې برید کې چې د قلعه موسی په کلي کې د بهرنیو پوځیانو پر کاروان د موټر بم په وسیله وشو، ۳ تنه افغان ملکیان هم ټپیان شوي دي.
د امریکا پوځ وايي چې ټپیانیې د درملنې لپاره د بګرام د هوايي اډې روغتون ته رسولي دي.
د قاطع ملاتړ مأموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټول ټپیان برسېرن ژوبل شوي او هېڅ یو له جدي خطر سره مخامخ نهدی.
تر دې وړاندې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د درېيو ملکیانو ټپي کېدل تائید کړه او ویېویل، یو موټر ویجاړ شوی دی.
وسلهوالو طالبانو بیا ادعا کړې چې ۱۳ امریکايي پوځیانیې وژلي او ۱۱ نور یې ژوبل کړي دي.
- پخواني معلومات
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي بریدګر د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید کړی دی.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، نن له غرمې وروسته یوه ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو د یوه ډک سراچه موټر په وسیله د بګرام ولسوالۍ په نصروي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید تر سره کړ.
په همدې مهال وسلهوالو طالبانو د دغې پېښې مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې زیات شمېر بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو ځایي چارواکو بیا د دوی دا ادعا ردوي او وایي چې په دغه برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې، درې بهرني سرتېري او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.