د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۱۲

اشرف غني د قزاقستان په استانه کې له ځینو مشرانو سره لیدلي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو د سازمان د ساینس او ټکنالوژۍ په کنفرانس کې له ځینو مشرانو سره لیدلي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د قزاقستان په مرکز استانه کې پرون د یادې غونډې په څنډه کې ولسمشر غني د ترکیې، قزاقستان او ازبکستان له ولسمشرانو او ځینو نورو مشرانو سره خبرې کړي دي.

د ترکیې او قزاقستان له مشرانو سره افغان ولسمشر د افغان سولې او ثبات په مسئلې خبرې کړي او هغوی د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا له نوې سټراټيژۍ د هرکلي ترڅنګ د افغان سولې په پروسه کې د رول لوبولو هوډ کړی دی.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې هم ویلي چې افغان ولسمشر پرون مخکې له دې چې کابل ته حرکت وکړي د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره ولیدل او په اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو یې خبرې وکړې.
افغان ولسمشر د قزاقستان په استانه کې د اسلامي هېوادونو سازمان د ساینس او ټکنالوژۍ غونډې تر پای ته رسېدو وروسته پرون شپه بېرته کابل ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG