د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۴

د ناټو سرمنشي وايي د شمالي کوريا د وسلو پروګرام نړيوال خطر پېښ کړى


ينس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وايي د شمالي کوريا د اټومي او ميزاييلو پروګرام يو نړيوال خطر دى او په وړاندې يې نړيوال اقدام ته اړتيا ده.

ينس سټولټنبرګ نن له بي بي سي سره په خبرو کې د شمالي کوريا چلند بېباکانه وباله:

”د شمالي کوريا بېباکانه چلند يو نړيوال ګواښ دى او نړيوال ځواب ته اړتيا لري، چې ناټو به هم په کې شامله وي“

د ناټو سرمنشي له شمالي کوريا غوښتنه وکړه، چې خپل اټومي او د ميزاييلو پروګرامونه ودروي او له نورو ازموينو دډه وکړي.

ده وويل د شمالي کوريا وروستۍ اټومي او د ميزاييلو ازموينې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه-ليکونو ښکاره سرغړونه وه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي د شمالي کوريا د اټومي او باليستيک توغنديو د پروګرامونو پر سر لانجه په تېرو څو کلونو کې د نړۍ تر ټولو بدو بحرانونو څخه ده.

انتونيو ګوتيريش دا خبره له يوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې کړې، چې نن خپره شوې ده.

هغه ويلي، دا تر ټولو جدي بحرانونو څخه دى، چې له تېرو څو کلونو راهيسې ورسره نه وو مخامخ شوي.

انتونيو ګوتيريش وويل، دا مهمه ده چې شمالي کوريا د اټومي او باليستيک ميزاييلو پروګرامونو فعاليت ودروي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه ليکونو ته د قدر په سترګه وګوري.

XS
SM
MD
LG