د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۴

ګارنیزیون: د احمدشاه مسعود د پلویانو له ډزو د کومې پېښې راپور نشته


د کابل ګارنیزون په دغه ښار کې د احمدشاه مسعود د پلویانو له خوا هوایي ډزې د اندېښنې وړ نه بولي او وایي چې تر اوسه د کومې ځانګړې پېښې راپور نه دی ورته رسېدلی او د ښار وضعیت ارام دی.

تر دې وړاندې د کابل اوسېدونکو اندېښنه ښودلې وه چې د احمد شاه مسعود پلویان د نوموړي د شپاړسم تلین په مناسبت په کابل کې، لارو کوڅو ته راوتلي او په هوایي ډزو او د ټرافیکو پر مخ د خنډونو په جوړولو سره، د خلکو د ځورولو سبب شوي دي.

خو د کابل د ګارنیزون قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان نن شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"یو دوه ډزې چې د غیر مسؤلو کسانو له خوا د همدغو موټریزو کاروانونو په ترڅ کې وشوې، هغه د رسنیو له خوا لویې شوې چې ګواکې د خلکو د ازار سبب شوې، زه د کابل په ښار کې وګرځېدم، هېڅ کومه خاصه پېښه نه ده شوې، وضعیت نورمال دی، ټرافیک د خلکو پر مخ خلاص دی او هېڅ د اندېښنې وړ خبره نشته."

نن شنبه د سپټمبر ۹ مه د احمدشاه مسعود د وژنېشپاړسم تلین په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې ولمانځل شو چې په دې مراسمو کېګڼو حکومتي چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو ګډون کړی و.

احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر میاشتې په ۹ مه د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې، په بمي چادنه کې ووژل شو.

د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د افغانستان د اساسي قانون د تصویب لويې جرګې احمد شاه مسعود ته د "ملي اتل" لقب ورکړ.

XS
SM
MD
LG