د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۰

د سوریې پوځ په دیرالزور کې د تېلو یوه بډایه سیمه له داعشه نیولې


د سوریې پوځ او متحدینو یې دیرالزور ښار ته نېږدې د تېلو یوه بډایه سیمه له اسلامي دولت ډلې څخه ونیوله.

د سوریې دولتي ټلوېزیون په راپور کې ویل شوي چې دا سیمه نن نیول شوې ده.

دا سیمه د دیر الزور جنوب ته په یوه دښته کې موقعیت لري.

حکومتي ځواکونو دغه راز له دیر الزور څخه المیادین ښار ته غځېدلې لویې لارې ځیني برخې هم تر خپل کنټرول لاندي راوستي دي.

د سوریې ځواکونو او ایراني ملاتړو یې د روانې اوونۍ په اوږدو کې دیرالزور ته ورسېدل او په دغه ښار کې یې د داعش وسله والو لخوا د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو نېږدې درې کلنه کلابندي ماته کړه.

حکومتي ځواکونه هڅه کوي دغه ښار ته نېږدې هغې پوځي اډې ته ورسېږي چې لا تر اوسه د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر محاصرې لاندې دي.

د سوریې ځواکونو وروستیو پرمختګونو د اسلامي دولت ډله تر فشار لاندې راوستې ده.

دغه وسله وال لا اوس هم د دیرالزور ولایت ډېري برخې په واک کې لري.

XS
SM
MD
LG