د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۱

د اوکراین مرکز کیف کې چاودنې یو تن وژلی او ۲ ټپيان کړي


د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پرون جمعه د بم په چاودنه کې یو سړی وژل شوی او دوه تنه زخمیان شوي.

د پولیسو په وینا، دا په وروستیو څوارلس میاشتو کې څلورمه هدفي چاودنه ده چې یو موټر پکې په نښه شوی دی.

پولیسو او عیني شاهدانو ویلي چې وژل شوی سړی، تیمور ماخوري نومېږي، په خټه د چېچنیا دی او د ګرجستان تابعیت لري.

پولیسو او زیات شمېر کسانو چې ماخوري یې پېژندل، ویلي چې هغه د اوکرایني رضاکارانو په یوه ډله کې و چې د هغه هېواد په ختيځ کې د روسیې د پلویانو ، بېلتون غوښتونکو پر ضد جنګېږي.

دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې.

خو د اوکراین د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې ماخوري په جنایتکارو کړیو کې لاس درلود او د داسې وګړو مثال نه و چې د قانون درناوي کوي.

XS
SM
MD
LG