د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د نامعلومې بېپیلوټه الوتکې د پراوز په اړه دوی ته هم راپورونه رسېدلي او د دفاع سرپرست وزیر په دې اړه د غوڅ ملاتړ مأموریت له ځواکونو د پلټنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه پلټنې پیل شوي چې دغه الوتکه هرات ولایت ته له کومه ځایه او څنګه راغلې وه.
وزیري زیاته کړه:
"دفاع وزیر په دې اړه مشخص هدایت ورکړی، څو وکتل شي چې دغه الوتکه هرات ته له کوم ځایه راغلې، څنګه راغلې؟ نو کله چې دا تثبیت شي چې الوتکه د ایران ده، دا خبره به د بهرنیو چارو د وزارت له لارې له ایرن سره شریکه کړو، د دفاع وزیر له هدایت سره سم پلټنې پیل شوې دي."
د هرات سیمهییزو چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ یوه نامعلومه بېپیلوټه الوتکه شااوخوا دوه نیم ساعته په هرات ولایت کې د افغانستان او ایران پر پوله ګرځېدلې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نهپوهېږي چې د ایران له پولې سره نېږدې چا بېپیلوټه الوتکه پورته کړې وه.
که څه هم تر دې دمه معلومه نهده چې د افغانستان په دغې سیمه کې د کوم هېواد الوتکې پروازونه کړي، خو له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سیمهییزو چارواکو په خبره نامعلومه الوتکې لیدل شوي چې وسلهوالو طالبانو تهيې اکمالات کړي دي.
د دې ترڅنګ څه موده وړاندې د فراه سیمهییزو چارواکو ویلي و چې د ایران د سپاه قدس ځیني سلاکاران په پټه د دغه ولایت په پشت کوه او ګلستان ولسوالیو کې له طالبانو سره لیده کاته کوي.
هغه مسئله چې د ایران لهخوا په بار بار رد شوې ده.
له دې څرګندونو وروسته ایران د فراه اوسېدونکو باندې ایران ته د تګ ویزې بندې کړي او شرطیې ایښی چې د فراه سیمهییز چارواکي باید له دې هېواده بخښنه وغواړي.
بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي وايي چې افغان حکومت ته پهکار ده چې له خپلو سرحدونو او ملي حاکمیت څخه ساتنه وکړي.
د دغه کمېسیون غړي ښایسته باز ناصري ازادي راډیو ته وویل، له اجازې پرته د افغانستان فضايي حریم ته له ننوتونکې الوتکې سره باید د دفاعي قانون له مخې چلند وشي.
دی وايي:
"افغان دولت ته پهکار ده چې خپل هوايي او دفاعي سیستمونه فعاله وساتي او که یو ځل بیا دغه ډول کار کېږي د هر هېواد الوتکه له اجازې پرته زموږ خاورې ته راځي، د دفاعي قوانینو مطابق چلند باید ورسره وشي."
ښاغلی ناصري له افغان دفاعي او امنیتي ارګانونو غواړي چې رادار سیستم فعال کړي، څو د افغانستان له فضايي حریمه ښه ساتنه وشي او ثابته شي چې د افغانستان هوايي فضا ته داخلېدونکې هره الوتکه په کوم هېواد پورې اړه لري.
راپور: رحمتالله افغان