د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

دوشنبه کې د افغان، پاکستاني، چیني او تاجک پوځي چارواکو غونډه جوړه شوه


د افغانستان د پوځ لوی درستیز د ګاونډيو هېوادونو له لوی درستیزانو سره په دې خبرې کړي چې څه ډول په سرحدونو کې د ترورېستانو د تګ راتګ مخه ونیول شي او څنګه له ترهګرۍ سره مبارزه په ښه توګه مخته ولاړه شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي د یکشنبې په ورځ له خپلو سیالانو سره د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې کتلي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي:

"د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان څلور اړخیزه غونډه ده چې د تاجکستان په کوربه‌توب روانه ده. اکثره په سرحدي مسایلو باندې خبرې کوي چې د سرحدونو دواړو خواو ته په خپلو سیمو کې د ترورېزم پر ضد مبارزه وکړي. هغه ترورېستي ډلې چې له یو هېواد بل هېواد ته اوړي مخه‌یې ونیسي."

د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي له ترورېزم سره د مبارزې د ګډې څلور اړخیزې کمېټې په غونډه کې له خپل پاکستاني سیال جنرال قمر جاوید باجوه، چینايي سیال جنرال لي زوچینګ او تاجکستاني سیال جنرال صابرزاده امام علي عبدالرحیم سره خبرې کړې دي.

دوی به نن دوشنبه د یادې ناستې په وروستۍ ورځ هم یو لړ خبرې کوي.

د ګاونډيو هېوادونو په سرحدونو کې د ترورېستانو د تګ راتګ د مخنیوي په اړه دا ګاونډي هېوادونه په داسې حال کې سره خبرې کوي چې افغانستان تر بل هر هېواد له دې مسئلې ځورېږي.

افغان چارواکو په وار-وار ویلي سربېره پر دې چې د افغان طالب مشرانو مرکزونه او جنګیالي په پاکستان کې دي او له هغه ځایه تمویلېږي داعش جنګیالي هم د پاکستان له لوري افغانستان ته راستول کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري یو وار بیا ټینګار کوي چې پاکستان باید په هغه هېواد کې د ترورېستي ډلو پټن‎ځایونه له‌منځه یوسي.

وزیري زیاته کړه:

"ټول وخت موږ ویلي چې د ترورېستانو ځالې په پاکستان کې دي. ترورېستان هم په پاکستان کې دي. هغوی مرستې هم ورسره کوي. هیله ده چې پاکستان بالاخره په دې پوه شي چې ترورېستانو ته په خپل هېواد کې ځای ورنه‌کړي. د داعش څلور مشران په افغانستان کې په ننګرهار او کونړ کې ووژل شول. موږ غواړو [له پاکستان] چې د ترورېستانو مشران یا د طالبانو مشران یا د ښوونې او روزنې مرکزونو ته دوی هم په پاکستان کې اجازه ورنه‎کړي."

که څه هم افغان حکومت او نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د امریکا ولسمشر په پاکستان کې د پټن‎ځایونو د موجودیت په اړه تُند انتقادونه کړي، خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ترورېستانو د پټن‎ځایونو د له‎منځه وړلو په برخه کې د خپلو پوځیانو لاسته راوړنو ته اشاره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان په وخت پر پاکستان سخت انتقاد وکړ چې د امریکا میلیاردونه ډالره‌یې اخیستي، خو له ترهګرۍ سره‌یې مبارزه نه‎ده کړې.

ښاغلي ټرمپ وویل، امریکا او ملګري به‌یې په سرحدونو کې د ترورېستانو د تګ راتګ مخه نیسي او هغوی چې هر چېرته پټېږي له‌منځه به‌یې وړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG