د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

والي: هرات او کندهار کې د ایران قونسلګرۍ د فراه اوسېدونکو ته وېزې نه ورکوي


د فراه والي وايي، د هغه څه په اړه چې ده د ایران او طالبانو تر منځ د اړیکو په تړاو ویلي په هرات او کندهار کې د ایران قونسلګرۍ د فراه اوسېدونکو ته وېزې بندې کړي دي.

والي محمد عارف شاه جهان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د فراه اوسېدونکو ته چې په هرات او کندهار کې د ایران قونسلګرۍ ته مراجعه کوي ویل شوي تر هغې چې والي یې له ایران څخه بخښنه نه وي غوښتي وېزې نه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هرات او کندهار قونسلګرۍ د فراه خلکو ته وېزې نه ورکوي په هرات کې د ایران قونسل خلکو ته ویلي چې د فراه والي ایران پسې سپکې سپورې ویلي او ترې هغې چې د فراه والي له موږه «ایرانه »بخښنه ونه غواړي د فراه خلکو ته وېزې نه ورکوو."

ښاغلي شاه جهان د تېرې زمري په میاشت کې ازادي راډيو ته ویلي و چې د سپاه قدس د ډلې سلاکاران د دې ولایت د پشت‌کوه او ګلستان په ولسوالیو کې له طالبانو سره مشورې او خبرې اترې کوي.

هغه ټينګار کړی چې ایران يو شمېر طالب مشرانو ته په خپل هېواد کې د نورو امکاناتو تر څنګ کورونه هم ورکړي دي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان په دې باور دی چې افغان حکومت د فراه او ایران ترمنځ په ۲۸۹ کېلو متره ګډه پوله بشپړ کنټرول نه‌ لري چې له امله‌ يې ایران د افغانستان له وسله والو مخالفینو سره ازادانه تګ راتګ کوي.

په هرات او کندهار کې د ایرن قونسلګرۍ باید په جنوب او جنوب لویدیځ کې د پرتو ټولو ولایتونو لپاره یو شان خدمات وړاندې.

ازادي راډيو په کابل کې د ایران سفارت سره یاده موضوع شریکه کړه خو له انتظار وروسته یې وویل چې همکاران یې نشته او په دې اړه څه نه شي ویلای.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مرستیال او په دغې جرګه کې د فراه استازي سید صفي الله هاشمي وايي، پر ایران دا ډول تورونه نه انکارېدونکی حقیقت دی خو ایران یې باید بدل د اړیکو په ښو کېدو کې ولټوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ایران چې خلکو ته ستونزې جوړوي دا د دوه ګاونډيو هېوادونو تر منځ ښه کار نه دی په کار ده چې شته ستونزې او تورونه د خبرو اترو له لارې حل شي پر ایران ورته تورونه ډير دي او دلته هیڅوک ترې انکار نه کوي، خو دا کار یې د ډيپلوماټيک عرف خلاف دی او د بهرنیو چارو وزارت باید اقدام وکړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د خپل نظر د څرګندولو ژمنه وکړه خو له اوږده انتظار سره سره یې هم څه ونه ویل.

د هرات د والي ویاند بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې د قونسلګرۍ د کار د پڅېدو او کمېدو وویل.

جیلاني فرهاد وویل د یوه ولایت اوسېدونکو ته د وېزو نه ورکولو په اړه دوی ته څه راپورونه نه دي رسېدلي، خو ویې ویل چې د قونسلګرۍ ساختماني چارو په ټوله کې خدمات پڅ کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG