د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

محسني: یو ایرانی پوځي طالبانو سره پر تیوره د بیا حملې مرسته کوي


د غور امنیه قوماندان وايي چې وسله‌وال طالبان د ایران په همکارۍ هڅه کوي چې د دغه ولایت تېوره ولسوالۍ یو وار بیا ونیسي.

د غور د امنیه قوماندان غلام مصطفی محسني په خبره، هغو طالبانو چې په تېوره ولسوالۍ کې ماته خوړلې او هلمند ته تښتېدلي د یوه ایراني پوځي له‌خوا، سوق او اداره کېږي.

ښاغلي محسني نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه اطلاعات چې موږ یې لرو، یو ایرانی استازی د غور ولایت په تخریبي فعالیتونو کې فزیکي حضور لري، طالبان تدابیر لري چې یو ځل بیا د غور په تیوره ولسوالۍ حمله وکړي، اوس طالبان او ایرانی پوځي د هلمند په اړوند سیمو کې دي."

دی وايي، هغه وخت چې وسله‌والو طالبانو پر تېوره ولسوالۍ حمله کړې وه، له ایران څخه‌يې پوځي او مالي ملاتړ تر لاسه کړی و.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غور د امنیه قوماندان د دغې ادعا په اړه بل نظر لري.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، د غور د امنیه قوماندان د ادعاو په اړه هېڅ سند د وزارت په واک کې نه‌شته.

  • فراه ولایت

له بل لوري، د افغانستان په لوېدیځ کې د فراه د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ایران په دغه ولایت کې وسله‌والو طالبانو ته مالي امکانات برابروي.

ښاغلي عبدالرحيم وویل:

"طالبان د ایران له‌خوا اکمالېږي، ایران ورته وسلې، مهمات او پیسې ورکوي، خو خپله ایرانیان نه‌دي راغلي چې په فراه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي."

ښاغلي عبدالرحیم د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې اړه کوم سند په لاس کې لري که نه؟ وویل چې دغه څرګندونې د فراه له ځینو سیمو څخه د رارسېدلو اطلاعاتو پر اساس کوي.

د غور تېوره ولسوالۍ دوه اوونۍ وړاندې وسله‌والو طالبانو نیولې وه چې وروسته افغان ځواکونو بېرته خپله کړه.

وړاندې له دې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي وو چې د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې یو شمېر وسله‌والو طالبانو له یو ساعت نه په کمه موده کې د فراه غربي سیمې نیولې وې.

د ورځپاڼې په راپور کې دا هم راغلي وو چې له حملې وروسته امریکايي ځواکونو دغه سیمې بمبار کړې چې په پایله کې یې څلور ایراني کومانډویان وژل شوي وو.

د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس د دغې پېښې قربانیان د ایران سرحدي سمیو ته انتقال شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د فراه والي ویلي چې د ایران سپاه قدس سلاکارانو د دغه ولایت په پشت‌کوه او ګلستان ولسوالیو کې له وسله‌والو طالبانو سره خبرې او مشورې کړې دي.

محمد عارف شاه جهان د تېرې دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي چې فراه له ایران سره ۲۸۹ کېلو متره ګډ سرحد لري چې دوی په ټول سرحد کنټرول نه‌لري، نو ځکه د طالبانو ایراني سلاکاران په پوله په اسانۍ تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، که دغه ادعاوې ثابتې شي، نو د بهرنیو چارو وزارت له لارې به خپل دریځ اعلان کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر څوک چې د افغان حکومت له مخالفینو سره مرسته کوي، دا کار یې په ګټه نه‌دی، معنی دا چې له ترورېزم سره مرسته کوي، ښه دا ده چې له افغان وسله‌وال پوځ سره مرسته وشي، تر څو ترورېستان ورک شي، که چېرې موږ دقیق اسناد پيدا کړو، موږ یې له بهرنیو چارو وزارت سره شریکوو، دوی بیا خپل دریځ اعلانوي."

وموغوښتل چې د دغو ادعاوو په اړه په کابل کې د ایران د سفارت نظر هم راواخلو، خو ځواب مو ونه‌موند.

له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو چې له وسله‌والو طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه اسناد په لاس کې نه‌شته.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG