که څه هم په تېر یوه کال کې افغان امنیتي ځواکونو وسلهوال طالبان د ترینکوټ له څنډو څخه په شاه نهکړه او لا هم دغلته د ترینکوټ ښار په څنډو کې هر شپه د جګړې ډګر تود وي.
خو په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلي لېوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي چې تازه يې په دغه ولایت کې په دنده پیل کړې ازادي راډيو ته وویل چې په درېیو میاشتو کې به دغه ولایت کې امنیت تأمین کړي او وسلهوال طالبان وځپي.
نوموړي دغلته له ملکي خلکو څخه هم غوښتنه وکړه چې د امنیت په تأمین کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي قیمتي وویل:
"که د ارزګان خلک زما سره د امنیت په تأمینولو کې همکاري وکړي، نو زه د دغه ولایت د خلکو سره ژمنه کوم چې زه دغلته په درېیو میاشتو کې وسلهوال طالبان وځپم او سیمې به ورڅخه تصفیه کړم."
ښاغلي قیمتي همدارنګه وویل، کله چې ارزګان ولایت ته راغلی د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د افغان ګډو ځواکونو له لوري هوايي او ځمکني عملیاتیې پیل کړي چې تر دا مهاليې د یادو عملیاتو پر مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۰ وسلهوال طالبان وژلي او څه باندې ۱۰۰ تنهيې نور ټپیان کړي او په خبره چې ګڼې سیمې هم ورڅخه تصفیه کړې دي.
نوموړی وايي چې د یادو عملیاتو پر مهال ۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
دی وايي:
"تر کومې ورځې چې زه کله ارزګان ولایت ته راغلی یم، وسلهوالو طالبانو ته مې د هر برید په وړاندې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی او د ځپلو په وړاندې مې عملیات پیل کړي چې تر دا مهال د خدای (ج) په فضل زموږ عملیات بریالي دي."
هاخوا بیا د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې دغلتهیې د افغان پوځ عملیات په شا تمبولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په همدې دوه او درېیو ورځو کې وسلهوال طالبان ناڅاپه د ترینکوټ ښار تر څنډو راورسېدل چې وروستهيې افغان امنیتي ځواکونو د ځپلو په هدف پوځي هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د یو کال په تېرېدو سره د مسؤلینو په خبره لا هم افغان امنیتي ځواکونه پهدې ونهتوانېدل چې د ترینکوټ ښار له څنډو څخه جګړه لیرې کړي چې د دغه ولایت د ځایي خلکو په خبره وسلهوال طالبان لا اوس هم د ترینکوټ ښار په دوه کېلو مترۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
بلخوا بیا د دغه ولایت ځایي خلک وايي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، دغلته له جګړو تر پوزې راغلي او دولتيې باید د مخنیوي لپاره یو څه وکړي.
د دغه ولایت یو شمېر خلکو ازادي راډيو ته وویل:
"موږ په خپلو کورونو کې ناست یو لا مو هم په زړونو کې وېره وي، ځکه هره شپه جګړه وي، د شپې د ټکانو څخه خوب نهشو کولای، ماشومان مو ټوله ورځ په اطاقونو کې وي ځکه وېرېږي."
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتېژۍ هم اعلان کړې چې یو ډوليې دغلته د افغان سرتېرو هیلې هم راژوندۍ کړې دي.
تفصیلیې د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په دې راپور کې: