د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

افغانستان

سرچینه: ارزګان کې ۸ پولیس وسله والو طالبانو برمته کړي

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوځايي سرچینه وايي، دغلته تېره ورځ ناوخته ۸ پولیس وسله وال برمته کړي دي.

دغه سرچینې نن یکشنبه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دغه پولیس تېره ورځ د دغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ څخه مرکز ترینکوټ ته پر لاره وو چې د سرخوم په سیمه کې وسله والو طالبانو ژوندي نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، پولیسو لومړی نښته کړې کله چې طالبانو یې یو پولیس وژلی، نو نورو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او تسلیم شوي دي.

وسله والوطالبانوهم دا تائید کړې چې تېره ورځ يې په دغه ولایت کې ۸ پولیس ژوندي نیولي دي.

بل خوا د دغه ولایت امنیتي چارواکي دا نه مني او وايي چې زموږ پولیس نه دي بې ځایه شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډلې یو وار بیا سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه هم د ۵ وېکټو په توپیر د افغان لوبډلې په بري سره تمامه شوه.

دغه سیالي چې د سې شنبې په ورځ سهار وختي پیل شوې وه، سریلانکا لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۹۷ منډې کړې وې.

په افغان توپ اچونکو کې نویدځدراڼ ۴ او ننګیالي خروټي ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۵ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۵ اور کې پوره کړ.

په دې سیالۍ کې هم ریاض حسن ښه وځلېد چې ده ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، دغه راز شاهدالله کمال ۴۷، دروېش رسولي ۳۶ او ننګیالي خروټي ۲۷ منډې وکړې.

دغه لوبلړۍ ۳ـ۲ د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او تر دې وروسته به د می میاشتې په ۱۱مه نېټه دواړه لوبډلې یوازېنۍ څلور ورځنۍ سیالي پيلوي.

ملګري ملتونه: د افغانستان څه باندې یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې مخامخ دي

ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو انځور چې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې دي.
ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو انځور چې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، که افغانستان کې سلو کسانو ژوند کولای، اووه څلوېښت به یې د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ وو.

دغې ادارې نن پر خپله ایکس شبکه لیکلي، خو په افغانستان کې سل کسان نه، بلکې ۴۳ ملیونه وګړي ژوند کوي چې څه باندې یو پر درېیمه برخه یې له لوږې مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یوه ویاند تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، دغه اداره د بودیجې د کمښت له کبله په جون میاشت کې یوازې پنځه لکه کسانو ته چې بېړنیو مرستو ته اړ وي، د مرستې رسولو جوګه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د یکشنبې د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۳.۷ ملیونه اړو کسانو له ډلې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اوچا: په افغانستان کې سېلابونو شاوخوا ۱۰زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې

ارشیف: سېلابونو په بدخشان کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ارشیف: سېلابونو په بدخشان کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د تېرې میلادي میاشتې د سېلابونو له کبله په افغانستان کې شاوخوا ۱۰زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

د اوچا ریلییف ویب خپرونې پرون دوشنبه په یوه راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې اورښتونه او سېلابونه په تېرو ۴۰ کلونو کې له درېیو سختو هغو څخه دي چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د خپرونې په لیکنه، دغه زیانمنې شوې ځمکې د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې دي.

په وروستیو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو چې د کرنیزو ځمکو د زیانمنولو تر څنګ یې په سلګونو کورونه څه ناڅه یا هم بشپړ ویجاړ کړي او ګڼ څاروي هم مړه کړي دي.

فاریاب کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه؛ لږ تر لږه یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان ځینو داخلي رسنیو نن راپور ورکړی چې په فاریاب ولایت کې د یوه فلاینکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د خبر له مخې دغه موټر د فاریاب د مرکز میمنې ښار او المار ولسوالۍ ترمنځ روان و چې نسکور شو.

د دې پېښې علت د موټرچوونکي بې احتیاطي ښوول شوې ده.

د ترافیکي اصولو نه رعایت، د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالي د ډېرو ترافيکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په یوه نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی پرون ناوخته لیکلي چې کبیر ته دغه بلنه د هغه او د روسیې د سفیر د لیدو کتو په پای کې سپارل شوې ده.

روسیې د طالبانو د کابینې له دغه چارواکي غوښتي چې د تاتارستان په کازان کې یوې جوړېدونکې نړیوالې غونډه کې ګډون وکړي.

که څه هم د دغې غونډې اجندا او کره نېټه نه ده یاده شوې، خو کازان د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ او بیا د راتلونکې جون میاشتې په نهمه نېټه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په اړه د نړیوالو غونډو کوربه دی.

د تېر کال د سپټمبر په وروستیو کې کازان د مسکو فارمټ غونډې کوربه و چې هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون په کې کړی و.

طالبان: تېر کال ۱۹۷زره ټنه قاچاقي او ممنوعه مواد کشف او ضبط شوي

د طالبانو په ضبط شویو توکو کې درمل هم شامل دي. عکس تزئیني بڼه لري
د طالبانو په ضبط شویو توکو کې درمل هم شامل دي. عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې ۱۹۷زره ټنه قاچاقي او ممنوعه مواد کشف او ضبط کړي دي.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل په یوه بیان کې ویلي چې د ګمرکاتو ریاست له‌خوا هغه طبي او کرنیز مواد، یوناني دوا، خوراکي توکي او مخدره مواد ضبط شوي چې له ګاونډيو هېوادونو په ناقانونه توګه راقاچاق شوي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي سټنډرډ ادارې هم تېره اوونۍ ویلي وو چې د بې کیفیته تېلو شل ټانکره یې بېرته ایران ته مسترد کړي.

په غور کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بې‌ځایه کړي

ارشیف: په افغانستان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په افغانستان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

په غور ولایت کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بې‌ځایه کړي او دا مهال په تش میدان پاتې دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت نن پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه سیلابونه وړمه ورځ په مرغاب ولسوالۍ کې راوتلي چې دغې ولسوالۍ ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

که څه هم د غور په سېلابونو کې د سر د زیان راپور لا نه دی ورکړل شوی، خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، پېښه او زیانونه یې لا بشپړ نه دي څېړل شوي.

په افغانستان کې د وروستیو څو اوونیو سېلابونو له کبله له سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو شورا د افغانستان بشري وضعیت کړکېچن وباله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام استازی وایي، دغې شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.

دغه راپور د تېرې دوشنبې په ورځ په دغې شورا کې د افغانستان د استازي نصیر احمد اندېشه له خوا وړاندې شو او په کې د افغانستان بشري وضعیت کړکیچن وبلل شو.

اندېشه نن ازادي راډیو ته وویل چې پر راپور سربېره دغې غونډه کې د ۷۰ هېوادونو له‌خوا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ۲۴۳ سپارښتنې مطرح شوې چې دا د ده په ټکو د وضعیت د ناوړه کېدو څرګندونه کوي.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو شورا پر تازه اندېښنو او راپور تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه رد کړي دي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون یو شمېر نور بندیزونه لګولي چې نړیوال یې اندېښمن کړي دي.

د پنجشېر د زمردو په یوه کان کې چاودنه؛ څلور کارګران ټپیان شوي

ارشیف: د پنجشېر په یوه کان کې کارګران د کار پر مهال
ارشیف: د پنجشېر په یوه کان کې کارګران د کار پر مهال

د پنجشېر ولایت د زمردو په یوه کان کې د ګازو بالون د چاودنې له کبله د څلورو کارګرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي چې دغه پېښه د یکشنبې ماښام د حصه اول ولسوالۍ په سفېدچهر ساحه کې شوې ده.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، کارګر د زمردو په کان کې په کار بوخت وو چې چاودنه وشوه.

پنجشېر له هغو غرنیو ولایتونو دی چې په څه باندې ۸زره کسان په کې په شاوخوا ۱۲۰۰ کانونو کې په کار بوخت دي.

د خوندیتوب د اصولو نه رعایت او په غیرمعیاري ډول د کانونو کیندل، د دغسې پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

د افغانستان د اتلانو لیګ؛ نن په‌کې دوه سیالۍ ترسره کېږي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال د درېیم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین جوانان واحدي او اټک انرژي دغه راز خدیم ایف‌سي او عینو مېنه په خپلو کې د فوټبال سیالي لري.

په پرونیو سیالیو کې د عدالت لوبډلې درې د صفر په وړاندې د موج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه او ابومسلم ۹ د یو په وړاندې د میوند لوبډلې په وړاندې بریا خپله کړه.

د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو درېیم فصل چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې په روانه غويي یا ثور میاشت کې پیل شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG