د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۰

کډوالو چارو وزارت: د داخلي بې ځايه شوېو کورنيو شمېر تر ٢٨ زرو واوښت

افغان حکومت وايي، د افغانستان په جنوب، شمال او ختيځ کې وروستيو ناامنيو د بېځايه شويو کورنيو شمېر زيات کړى دى.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، زياتې کورنۍ د روانو جګړو او تر يوه حده د طبيعي پېښو له کبله په هلمند، کندز، ننګرهار، فارياب، سرپل او ارزګان کې بېځايه شوي دي.

په دغه وزارت کې د بېځايه شوېو وضعيت ته د رسېدنې عمومي رئيس مهرخدا صبار د بېځايه شويو کورنيو د شمېر په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"تر ٢٨ زرو ډېرې کورنۍ د روان لمريز کال له حمل مياشتې تر اوسه بېځايه شوي دي. د سروې له مخې په وروستيو کې د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې روانې ناامنۍ د ٤٧٠ نورو کورنيو د بېځايه کېدو سبب شوې."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ په هېواد کې د بېځايه شوېو کورنيو شمېر ٢١ زره ښوولى وو.

د سرپل ولايت له صياد ولسوالۍ څخه د وروستيو جګړو له کبله بېځايه شويو کسانو ازادي راډيو ته ويلي چې په بد وضعيت کې شپې ورځې تېروي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې ريباکه ټاويرس تېره سې شنبه په کابل کې يوې غونډې ته وويل، افغانستان د نړۍ په سطحه دوېيم هېواد دى چې د جګړو له کبله ډېرې کورنۍ په کې بېځايه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له بېځايه شويو سره تر وسه- وسه لومړنۍ مرستې شوي دي.

نړيوالو ادارو ويلي په ٢٠١٦میلادي کال کې په افغانستان کې يو نيم میليون افغانان بېځايه شوي وو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG