د لاسرسي لېنکونه

خالقي: په ارزګان کې د ولسي تړون برمته شوي کارکوونکي خوشې شول


د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکې وايي، په دغه ولایت کې د ولسي تړون پروګرام هغه ۳ تنه کارکونکي چې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو برمته کړي وو خوشي شول.

د دغه ولایت د چورۍ ولسوال امین الله خالقي د پنجشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د غه کسان يې تېره شپه د قومي مشرانو پر مټ د وسله والو طالبانو له منګلو څخه راخلاص کړي دي.

نوموړی وايي، د ولسي تړون پروګرام دغه کارکوونکي دوه تنه د چورۍ ولسوالۍ اوسېدونکي او یو تن د کونړ ولایت اوسېدونکې وه چې خپلو کورینو ته يې سپارلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG