د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د کندز چارواکي: اقتاش سیمه کې عملیاتو څه باندې ۲۰ وسله‌وال مخالفین وژلي


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې افغان ګډو ځواکونو د دغه ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د چارواکو په خبره چې دغه عملیات د اقتاش ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف پيل شوي دي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الله رحماني له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې په دغو عملیاتو کې تر اوسه پورې څه باندې ۲۰ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

ښاغلی رحماني وايي:

"د روانو عملیاتو په جریان کې څه باندې ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې د طالبانو ۵ تنه مهم قوماندانان، هر یو ملا عبدالرحیم مشهور به خادم، قاري صفي‌الله، اسدالله، مطیع‌الله او ملا انور شامل دي. همدارنګه ۹ تنه نور یې ټپیان شوي دي."

نوموړی وايي، دغه عملیات به تر هغه وخت پورې په سیمه کې دوام ولري، څو چې د اقتاش ولسوالۍ د طالبانو له شتونه نه‌وي پاکه شوې.

ښاغلي رحماني زیاته کړه چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د جنت باغ، باسوس او یو شمېر نور کلي د طالبانو له شتونه تصفیه شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسي پاڅون کوونکو یو تن قوماندان بیا وايي چې په روانو عملیاتو کې وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی زیاتوي:

"که دولت له موږ سره د مهماتو او پوځي امکاناتو په برخه کې مرسته وکړي، نو ولسي پاڅون کوونکي په یوازیتوب سره کولاي شي چې د اقتاش ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي."

بل‎خوا له اقتاش ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوې کورنۍ خوشحاله دي چې دولتي ځواکونو د دغې ولسوالۍ د تصفیه کولو په هدف پوځي عملیات پیل کړي دي.

د نوموړې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"خلک خوشحاله دي چې دولت تصفیوي عملیات پيل کړي، ځکه ټول خلک غواړي چې دولت په سیمه کې خپل حاکمیت ولري، څو امنیت راشي او خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي."

د یادونې وړ ده چې د اقتاش سیمه له دې وړاندې د کندز د خان اباد ولسوالۍ اړوند سیمه وه، خو دغه سیمه هغه مهال د ولسوالۍ په توګه وپېژندل شوه چې دوه کاله وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا کندز ته درې نوې ولسوالۍ منظور شوې، لکه اقتاش، کلبات او ګل تپه او د دغو ولسوالیو په منظورېدو سره د دغه ولایت د ۶ ولسوالیو شمېر ۹ ولسوالیو ته پورته شو.

خو تر اوسه پورې وسله‌والو مخالفینو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG