د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

سرخط: ولې جګړه درویشتو ولایتونو ته وغځېده؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د جګړو او په تړاو یې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو امنیتي چارواکو د څرګندونو په اړه مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې به سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان د شمال امنیت ته د نه پاملرنې له امله د دولت وسله‎وال مخالفین په ډېر جرأت سره جنګ پر مخ وړي.

په سرمقاله کې راغلي داعشیانو او طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې په کندز، بغلان، سرپل او فاریاب کې خونړۍ جګړې روانې کړي چې په ترڅ کې یې پرون د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ.

د سرمقاله لیکونکي په وینا دغه ولسوالۍ له ستراتېژیک اړخه ځانګړی اهمیت لري، ځکه مخالفین یې په نیولو سره فاریاب او بادغیس دواړه تر ګواښ لاندې راوستلی شي او بیا ترې جوزجان او ان بلخ ته هم لاره کولی شي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې غورماچ ولسوالۍ له تېر یو کال راهیسې درې ځلي د دولت او وسله‎والو مخالفینو تر منځ لاس په لاس شوې ده، کله له دوی او کله له هغوی سره وي، خو اوس چې بیا د وسله‎والو طالبانو لاس ته لوېدلې دولت یې باید د بېرته نیولو لپاره جدي او پراخ عملیات وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په افغانستان کې د جګړې په اړه په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن خبرې راخېستي چې ویلي یې دي، امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولواوږده جګړه کې ښکېله ده.

هېواد د نوموړي په حواله دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د نړۍ لپاره خورا مهمه ده او باید دا جګړه وګټل شي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، ولې جګړه درویشتو ولایتونو ته وغځېده؟

سرمقاله لیکونکی لیکي:

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي پرون په کندهار کې ویلي چې له دې شمېر ولایتونو څخه په نهو هغو کې یې جګړه له زغم وتلې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي، نه زموږ سرتېري کمزوري شوي او نه طالبان پیاوړي شوي، بلکې اصلي خبره دا ده چې د فساد پرځای په دولت کې چور ګډ دی او داسې کسانو ته یې واک سپارل شوی چې وړتیا یې نه‎لري.

XS
SM
MD
LG