د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

پاکستان د خپل تاسیس او خپلواکۍ ۷۰ مه کلیزه لمانځي


پاکستان نن دوشنبه د خپل تاسیس او خپلواکۍ ۷۰مه کلیزه لمانځي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن دوشنبه په اسلام اباد کې په ځانګړو مراسمو کې د هغه هېواد ملي بیرغ پورته کړ.

په دې مراسمو کې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د چین د صدراعظم مرستیال وانګ یانک هم حضور درلود.

وروسته به د پاکستان ولسمشر یو شمېر وتلو پاکستانیانو ته مډالونه هم ورکړي.

په ۱۹۴۷ کال کې، د هند له لویې وچې د برېتانیا تر وتلو وروسته، پاکستان د اګست په ۱۴ مه خپلواکي اعلان کړه چې د شلمې پېړۍ تر ټولوخونړۍ شخړې یې را منځ ته کړې.

ویل کېږي، دواړو خواوو ته به یومیلیون وګړي په کې وژل شوي وي.

د پاکستان رقیب هند بیا سبا دا اګست په ۱۵مه د خپلې خپلواکۍ ۷۰مه کلیزه لمانځي.

فرانسپرس اژانس ۷۰ کاله مخکې د هند د لوېې وچې د جلاوالي ځینې مهمو ټکو ته کتنه کړې ده.

برېتانیا له ۱۷۵۷ کال وروسته د ۱۹۰ کلونو په مخه، پر هند لومړی د ختیځې هندي کمپنۍ او وروسته د شهزاده له لورې واکمني چلولې.

کله چې په ۱۹۴۷ کال کې برېتانوي هند ۷۰ کاله مخکې په دوو برخو وویشل شو، شااوخوا ۴۰۰ ميلیونو وګړو په کې ژوند کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نن نېږدې ۲۰۰ او هند ۱۳۲۴ ميلیونه او بنګله دېش چې وروسته له پاکستانه جلا شو، ۱۶۳ ميلیونه وګړي لري.

کله چې پاکستان له هنده ځان جلا او خپلواکي اعلان کړه، ورپسې شخړۍ ونښتې چې اټکل کېږي، یو میلیون وګړي به په کې وژل شوي وي.

ویل کېږي، د جلا کېدو په تړاو شخړو کې په دواړو خواو کې پر ۸۳ زره ښځو او نجونو جنسي تېری شوی دی.

۱۵ میلیونه وګړي له یوې سیمې بلې سیمې ته کډه شول.

هندوان او سکان د پاکستان له خاورې هند او له هنده هم بلې غاړې ته مسلمانان کډه شول.

په یوه ورځ کې له پاکستانه هند ته د کډوالو په یوه کاروان کې ۴ لکه کسانو چې زیاترو یې پلی مزل کاوه، تلل.

د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته هند او پاکستان په خپلو کې درې جګړې وکړې چې دوه یې د کشمیر د لانجې پر سر وې.

XS
SM
MD
LG