د لاسرسي لېنکونه

ځایي پولیس: کوسوو کې شپږ روسي وګړي او پنځه سربان نیول شوي


د کوسوو پولیس وايي، شپږ روسي وګړي او پنځه سربیان‌یې نیولي دي.

د کوسوو پولیسو نن جهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، نیول شوي کسان په دوو موټرو کې سپاره وو او په غیر قانوني ډول له سربیا سره پر ګډه پوله ورتېر شوي وو.

د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان له سرحدي ساتونکو سره دي او په کوسوو کې د روسیې ډیپلوماتیک مأموریت ته خبر ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بالکان په حوزه کې پراته هېوادونه د روسیې د نفود له پراختیا اندېښنه لري.

د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» په بلګراد کې د روسیې د سفارت د ویاند په حواله وايي چې په کوسوو کې د روسیې د سفارت یو کارکوونکی د مسئلې د څېړنې لپاره سیمې ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG